غني د قضاوت په تله کې؛ د بیا ولسمشرۍ وړ دی کنه؟

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

لیکنه: سلیم پسرلی
اشرف غني لکه بل هر انسان او لکه بل هر سیاستوال؛ هغه هم په افغانستان غوندې هېواد کې نه کومه سپینه پرښته ده او نه کوم تور شیطان.
هغه هم لکه بل هر څوک له ښیګڼو او منفي اړخونو ډک دی.
دلته به یې مثبتې او منفي خواوې بحث او بیا پریکړه وکړو، چې د بیا ځلي ولسمشرۍ وړ دی کنه او یا تر ده بل څوک د ولسمشرۍ وړ دی کنه؟
منفي ځانګړنې
ـ غني د افغانستان غوندې هېواد د رهبرۍ بشپړې ځانګړنې نه لري، پياوړی مدیر دی، خو د دغه دودیز هېواد رهبري یې په بریالیتوب سره ونه کړی شوه او بیا هم په دې اړه زیاته تمه ترې نه شي کیدای.
ـ غني د ملي یووالي حکومت د مشرۍ پر وخت چندان کامیاب ثابت نه شو، نه یې د ګټلو ټاکنو او رایو دفاع وکړه، نه یې سم امنیت راوستی شو، نه یې دسترخوانونه ډک کړل او نه یې د فساد خلاف او د حکومتولۍ د اصلاحاتو ژمنې سمې عملي کړای شوې.
ـ غني که په حقه و یا ناحقه، خو سیاسي اجماع ان په ترټولو مهمو ملي مسایلو کې ترې وپاشل شوه او تر ټولو نیږدې متحدین یې په سرسختو مخالفینو بدل شول، چې دا یې سیاسي اعتبار سخت زیانمن کړ.
ـ اشرف غني په ټیمي او سلیقوي چلندونو زیات تورن دی، ځینې واړه غله یې سخت وځپل، خو ځینې لوی غله او قانون ماتونکي یې په ملګرۍ یا وبښل یا یې ځان پرې ناګاره کړ.
ـ ولسمشر غني او پرې را ټول اکثره نیږدې خلک یې له افغاني ټولنې سره نابلده ګڼل کیږي، چې د ځینو په اند دا یې د ناکامۍ لوی دلیل دی.
مثبت اړخونه
ـ اشرف غني د افغانستان او ان د نړۍ په کچه له استثنایي سیاستوالو او واکمنو څخه دی، چې اکاډمیک ظرفیت، لیدلوري، ستراتیژۍ او پرکاري یې کم ساری ګڼل کیږي.
ـ غني د دودیزو سیاستوالو پرځای پر ولس، ځوانانو او روښانفکرانو زیاته تکیه لري. دوی سره زیاته رابطه ساتي، په ښکاره ځان د همدوی استازی ګڼي او دوی ته پر هرچا برتري ورکوي.
ـ اشرف غني د ناندریز حکومت له ټولو جنجالونو سره یې د افغانستان ملي ځواکونو د ځواکمنتیا او ټولمنلي کیدو، د اقتصادي ځان بسیاینې، سیمې او نړۍ سره پر نویو تعاملاتو د بریالیتوب او نورو برخو کې د پام وړ لاسته راوړنې لري.
ـ ډاکټر غني د افغانستان په ورانۍ، چور تالان او د ناندریزې ماضي په نورو داسې بدنامیو کې کککړ نه دی. په تېرو ټاکنو کې یې دا شعار زیات خلک ور مات کړي وو: یو لاس مې له وینو او بل له فساده پاک دی!
– اوسنی ولسمشر د امریکا او طالبانو د سولې په نوم د خبرو او پټې معاملې د شنډولو لپاره کلک ودرید، د جمهوري نظام او ولسواک افغانستان مدافع شو، چې دا مقابله له خطره ډکه خو د وطن په خیر وه.
– که یې زر، په ځنډ، لږ یا ډېر عملي کولای شي؛ خو غني افغانستان ته د پرمختګ واضح پروګرامونه لري، د پلي کیدو استدلال یې کولی شي او ځینې عملي بېلګې یې هم موجودې دي.
غني بیا ولسمشر شي کنه؟
د غني بیا ولسمشري باید د فردي بحث پرځای د ملي ضرورتونو په چوکاټونو کې بحث کړو.
هغه له ټولو منفي ځانګړنو سره په شته نوماندانو کې داسې څوک
ګڼل کیږي، چې ځینې منطقي مخالفین یې ورته( په بدترو کې بد او ښه انتخاب) وایي.
د هغه پر وړاندې ولاړ ټول نوماندان یو هم نه د ده په کچه پوهه او کامیابه کاري تجربه، نه د افغانستان لپاره واضح او ممکنې ستراتیژۍ لري او نه یې نړیوال شهرت او ملي محبوبیت په دغه کچه دی.
اشرف غني او ټیم یې ان امرالله صالح، چې د شمال ټلوالې یو مخکښ سړی ګڼل کیده، په ښکاره د هغې ټلوالې، جمیعت ګوند او نورو وړو جوړښتونو د له منځه تګ او بې اعتبارۍ خبرې کوي.
دوی ځانونه د افغانستان د ملي او تاریخي هویت او ارزښتونو مدافعین ګڼي، چې له ټولو ستونزو سره یې پر دوی د سړي سترګې خوږوي، یا لږ ترلږه تر نورو د غوره ټیم نوم ورکولای شي.
بیا هم خبره باید واضح وکړو او هغه دا چې: غني که بیا ولسمشر شي، افغانستان به بیا ورسره په یوه بل بشپړ ښېرازه هېواد نه شي بدل، بیا به هم د ده ټولې ژمنې د اعتبار وړ نه وي.
بیا به هم د ده د حکومت او ټیم ګڼې ستونزې،ان تر اوس لا زیاتې ولیدل شي، خو د هغه د ټیم بریالیتوب ځکه ضرور دی، چې که نور ټیمونه او په خاص ډول مخکښ مخالف ټیم یې د ډاکټر عبدالله په مشرۍ کامیاب شو، د افغانستان وضعیت به په خورا ګڼو دلایلو د اشرف غني د بل حکومت په پرتله په ځلونو ـ ځلونو خراب او دغه هېواد به له ګڼو خطرونو او ټکرونو سره مخامخ شي.
چې داسې ده د ټولو خوابدیو، زړه بدیو، ناکامیو، بدبختیو او ستونزو سره د اشرف غني بیا ولسمشر کول ضرور دي.
افغانستان که له هغه سره ډېر چټک او ډېر ښه مخته لاړ نه شي، شاته به هم نه ځي، یا که ځي هغومره به نه ځي، لکه له نورو نوماندانو سره یې چې د تلو او ان له ګړنګه لویدو وېره موجوده ده.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.