د سولې د روانو هڅو او د افغانستان د راتلونکي پر سر د افغان ـ امریکایي لوري ترمنځ روان کشمکش که څه هم تر ډېره د غني ـ امریکا کشمکش ګڼل کیږي، خو دا په واقعیت کې د افغانستان ـ امریکا ترمنځ کشمکش دی.
په دغه کشمکش کې امریکا د یوه نړیوال ځواک په توګه د افغان سولې نقشه پخپله ګټه او طبع طرحه کړې او د خپلو ګټو له مخې یې تطبیقول غواړي.
په مقابل کې یې افغان ولسمشر اشرف غني د امریکا په خوښه د دغې طرحې د عملي کیدو مانع دی او په دغه طرحه کې د افغاني ګټو د شاملولو هڅې کوي.
البته د غني په هڅو کې له شک پرته ده ته هم ګټې شته، واک به یې دوام کوي، مطرح کیږي او قوي کیږي به، خو د غني منتقدینو ته بویه، چې د امریکا پر وړاندې د غني مقاومت ته د غني د فردي یا ټيمي ګټو د زاویې پرځای د ملي ګټو له زاویې وګوري.
امریکا څه غواړي؟
د امریکا له روانې لوبې تر ډېره دا ښکاري، چې ټرمپ د خپلو راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د ګټلو لپاره په هر ډول چې کیږي، د افغان جګړې د ظاهري او مقطعه یي خاتمې په نوم یو څه باید امریکایانو ته وړاندې کړي.
طالبانو سره د امریکا مذاکرات، چې نیږدې ۱۱ میاشتې وخت یې ونیوه، په همدې موخه پیل شوې وې.
امریکا له دې پرته نورې ژورې موخې هم لري، چې مشخص او تفصیلي بحث به یې د دې لنډ تحلیل په غېږه کې شونی نه وي.
په ټوله کې د امریکا هڅه دا ده، چې د خپلو ګټو پر محور د افغان جګړې یو عاجل حل ته لاره برابره کړي.
امریکا ته طبیعي ده، چې د یوه زبرځواک په توګه د دغې حل لپاره په برابریدونکو هڅو کې خپل ستراتیژیک اهداف مهم نه دي.
دا هېواد دې ته نه ګوري، چې دغه عاجله حل لاره څه جانبي عوارض لري؟
آیا امریکا ته له دومره قوت سره د یوې وسله والې ډلې(طالبانو) پر وړاندې ماتیدل او په افغانستان کې یې په غیرمنطقي او امتیازي ډول د بیا مطرح کیدو اړتیا څه ده؟
دا او دې ته ګڼ نور بحثونه امریکا ته نه دي مهم، نورې موخې مهمې دي.