د هلک سره د پیسو لپاره باید واده ونه کړو

سپینه تجريدي ډیزاین
ژباړه: صدیقه پوپلزۍ

موږ نه وایو چې پیسې بدې دي، له پیسو سره کولای شو چې د ژوند اړتیاوې مو پوره کړو، چاته محتاج نه شو، چکر ووهو، ښکلې جامې واخلو همداسې نور کارونه ترسره کولای شو، خو ډېري انسانان فکر کوي چې پیسې هر څه دي، خو نه، داسې نده نو ځکه د پیسو لپاره باید له چا سره واده ونکړو ځکه راتلونکې کې موږ ته ډېري ستونزې جوړېدای شي.
څېړنې ښيي شتمن او مالدار خلک هم ستونزې لري، نو حتمي ندی چې موږ د پیسو په اساس څوک وټاکو.
پیسې یوازې زموږ مادي اړتیاوې پوره کوي عاطفي اړتیاوې نشي پوره کولای، د هر چا ژوند کې د پیسو مینه او ښې اړیکې اړینې دي.
شتمني د انسان اخلاق نشي ښه کولای او نه هم د شتمنۍ سره ښه اخلاق جوړولای شو، که مقابل لوری ښه انسان نه وي نو هغه پیسې زموږ په درد نه خوري.
د ژوند اړتیا مینه، متقابل درناوۍ او سمه پېژندنه ده، یوازې پیسې ندي.

پیسې يو ډول ضرورت او اړتیا ده

کېدای شي یو وخت رفع شي خو د اړیکو اساس بیا ګډ ژوند په ښه ډول تېرول دي.
مالي شتمني په یوه حال نه وي او دایمي ثبات نه لري.
که موږ چا سره د پیسو لپاره واده وکړو نو موږ هېڅکله د ژوند تر پایه خپله اړیکه په سم ډول مخته نشو وړلای.
ډېره شتمني نران نورو ودونو ته هم هڅولی شي او هم هره ورځ درسره خیانت کولای شي، نو هغه وخت به بیا څوک زیان وکړي؟
که زموږ انګیزه شتمني وي، کمېدل یې بیلتون رامنځته کوي، بریالۍ او روغي اړیکې تل په پیسو نه وي تړلي.
یوه کورنۍ هېڅکله د شتمنۍ پر بنسټ نه جوړېږي بلکې د درک پر اساس جوړیږي.
ډېری شتمن هلکان متکبره وي اهمیت درته نه درکوي، ځان تر تا لوړ ګڼي، نو ځکه داسې انسانانو سره واده کول ښه نه وي.
ډېر کم انسانان شتون لري چې پیسو سره ښې ځانګړتیاوې هم ولري، نو ځکه که موږ مالداره کس غواړو نو څنګ کې باید وګورو چې ښه انسان دی که نه. افهام تفهیم تر ټولو اړینه ده ترڅو ګډ ژوند کې ستونزې پیدا نشي.