په ګډ ژوند کې د مېړه او ښځې توپيرونه

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت
لیکنه: مریم صدیقي

 
مېړه او ښځه په ګډ ژوند کې د دې تمه لري، چې تل يو بل درک کړي. احترام ورته وکړي، او د يو بل خوشحالۍ لپاره له هر څه څخه تېر شي. خو په فطري او ذاتي ډول ښځینه او نارینه ځينې ځانګړنې او توپيرونه لري، چې موږ په دې ليکنه کې پرې غږېدلې يو.
۱ـ په ګډ ژوند کې سړى غواړي، چې خپلې ستونزې په خپله حل کړي، او د دې کار لپاره يوازيتوب ته اړتيا لري. نو کله چې خاوند مو يوازې ناست و، او فکر يې کاوه، تاسې يې چوپتيا له منځه مه وړئ، يوازې يې پرېږدئ، چې د خپلو ستونزو په حللارو پسې وګرځي.
خو ښځې بل ډول دي، دوى تل غواړي يو داسې څوک ولري، چې د خپلو ستونزو په هکله ورسره خبرې وکړي. ډاډګيرنه ورکړي، او يوازې پاتې نشي.
یاد توپیر یو له سترو توپیرونو څخه دی، چې د ښځې او سړي په درک کولو کې مهم لري.
۲ـ  سړي داسې انګېري، چې يو ځل(مينه درسره لرم) ويل يې د ښځې لپاره بسنه کوي.
خو ښځې داسې نه دي. هغوى دا غواړي، په چا چې ګرانې دي، تل یې په خوله د مينې خبرې اوسي، په هر څه کې د خپل خاوند مينه لټوي.
۳ـ  ټول سړي غواړي د خپلو ښځو لپاره د هغوى اتل واوسي او د نړۍ د ټولو سړيو ترمنځ د دوى ستاينه وکړي.
ښځې بيا غواړي، چې په خپل ژوند کې تکيه ولري، داسې تکيه چې د ستونزو پر وخت کې پرې ډډه ووهي.
۴ـ  سړي د خپلو ښځو لخوا تشويق او هڅونې ته اړتيا لري. دا خوښوي، چې ښځې يې د دوى ستاينه وکړي، او د ژوند برياوو کې يو داسې څوک ولري، چې پرې وياړ وکړي. ښځې په دې ځانګړنه کې هم له سړيو توپير لري، ښځې بيا دې ته اړتيا لري، چې د ژوند هرې لارې کې يو داسې څوک ولري، چې لاسنیوی یې وکړي.