ژباړه او زیاتونه: صادق طارق
جنسي اړیکې د دې ترڅنګ، چې تحمیلي اړخ لري؛ عاطفي اړخ هم لري.
ډېرې هغه نجونې، چې په زوره، رضا یا غولول شوې بڼه د جنسي اړیکو قرباني شوي، عجیب و غریبې کیسې لري.
څېړنې څه وایي؟
څېړنې ښيي، چې د دوی یو نه ویل او یا د نه ویلو د جرئت لرل سبب شوي، چې له دوی ناوړه استفاده وشي او ژوند یې تباه شي.
د څېړنو په حواله زیاتې نجونې د ماشومتوب یا نوې ځوانۍ له وخته د جنسي هوس د لېونو قرباني کیږي.
هوس بازان له دوی څخه د استفادې لپاره مختلف دلایل او پلمې رامخته کوي او نجونې په عاطفي ډول مختلفو فشارونو لاندې راولي.
د نه ویلو زده کړه
دلته به یوه لنډه خو له پند او زده کړې ډکه مکالمه درسره شریکه شي، چې په وسیله یې نجونې د جنسي هوس له لېونو ځانونه ژغورلی شي.
تاسې که نجونې یاست دا مکالمه پخپل ژوند کې عملي کړئ، که مور و پلار یاست له خپلو نجونو سره یې مفهوم یا کیسه شریکه کړئ څو دوی د جنسي ځورونو او تلفاتو له شره خلاصې وي.
جنسي غوښتنه داسې رد کړئ!
دلته یوه عامه مکالمه شریکوو. د څېړنو له مخې هلکان یا نارینه اکثره وخت په مکالمه کې د ذکر شویو دلایلو له لارې نجونې د دوی د جنسي غوښتنو منلو ته مجبوروي.
تاسې که نجلۍ یاست، په ذکر شویو دلایلو دا غوښتنه رد او ځان له شره خلاص کړئ.
هلک: د یو بل لمسول د انسان د وجود د ودې سبب کیږي
نجلۍ: نه ته د ځان د ودې لپاره سمه مطالعه وکړه، زه دومره پوهیږم چې دا د ودې سبب نه دی، زما ژوند او راتلونکی خرابوي.
هلک: ته ماشومې غوندې چلند کوې!
نجلۍ: نه ماشوم ته یې، زه د لویانو چلند کوم. ته دې شاوخوا وګوره دې بې مسولیته چلند د څومره خلکو ژوند تباه کړی.
هلک: ته نوې تجربه نه زده کوې، دا تجربه ارزي چې یو ځل یې وکړو او خوند ترې واخلو!
نجلۍ: زه نوې تجربې خوښوم، خو چې سمې او خوشې نه وي. زه ستا د تجربو او خوند اخیستو وسیله نه یمه، چې ته را باندې لوبې وکړې.
هلک: ټول دا کار کوي…
نجلۍ: نه ټول یې نه کوي، بل چې څوک یې کوي، همغو پسې ورشه، زه دې والا نه یمه!
هلک: دې لپاره، چې د یو بل خوښیږو، باید سره مخته لاړشوو او سم د یو بل وجود نه خوند واخلو.
نجلۍ: زه نه غواړم، چې د خوښولو په نوم مې څوک رانه ناوړه ګټه واخلي.
هلک: خو زما خوښیږې!
نجلۍ: چې خوښیږم دې، دا کارونه به نه راسره کوې او احساسات به مې نه پایمالوې!
هلک: نو ته را وښیه، چې څومره دې خوښیږم، ووایه څه راسره کوې؟
نجلۍ: که دې خوښیږم، نو راته صبر وکړه، هرڅه به واده نه وروسته وشي.
هلک: ستا ستونزه څه ده؟
نجلۍ: زه هیڅ مشکل نه لرم، مشکل ته لرې، چې بې ځایه غوښتنې کوې، زما او ستا د دې خبرو او کارونو وخت نه دی، بې ځایه نور مه غږیږه!
هلک: څوک نه پوهیږي!
نجلۍ: زه خو پوهیږم، خدای خو مو هم ویني
هلک: تا زه اوس سخت مېن کړی یم، نه کیږي چې همداسې مې پریږدې، وجدان دې منې، چې خپه مې کړې؟
نجلۍ: زه ستا د احساساتو پارولو مسوله نه یمه، ما ته مې وجدان د اسلام او انسانیت خلاف کار اجازه نه درکوي. زه نه غواړمه چې خپل عزت، د خپل کور نوم او خپله آینده خرابه کړم.
هلک: که ته مې غوښتنه ونه منې، نور یې منې، زموږ اړیکه به خرابه شي!
نجلۍ: ځه ورکیږه، همغو پسې ځه، بد اخلاقه، بیا په دې نیت خوا له رانه شې!