افغان ۱۶ کلن فوټبال ټیم سخت سیال ایران مات کړ

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

د افغانستان د فوټبال ۱۶ کلنه ملي لوبډله په مرکزي آسیايي سیالیو کي خپله درېیمه لوبه پرون د دوشنبې په ماښام د ایران ۱۶ کلني ملي لوبډلي په وړاندي ترسره کړه، چي یادي لوبډلي ته ئې ۱ ګول پر ۰ ماته ورکړه.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون مسئولین وايي، چي په یاده لوبه کي د افغانستان لپاره ذکریا حسیني ګولوهنه وکړه.
افغان ۱۶ کلني ملي لوبډلي په دې بریا سره خپلي نمرې ۷ ته پورتې کړې، چي په دې سره تر تاجکستان وروسته د جدول په دوهم ځای کي کرار لري.
received_2559029174108172.jpeg
یادي افغان لوبډلي تر دې مخکي لومړۍ لوبه د قرغزستان او دوهمه لوبه ئې بیا د ترکمنستان په وړاندي ترسره کړې، چي د قرغزستان سره ئې لوبه ۲ ګولونه په مقابل کي د ۲ ګولونه مساوي پاي ته ورسوله، خو ترکمنستان ته ئې بیا ۱ ګول پر صفر ماته ورکړه.
ټاکل سوې چي افغان ۱۶ کلنه ملي لوبډله به خپله څلورمه لوبه نن سې شنبه د ازبکستان په وړاندي او پنځمه یا وروستۍ لوبه بیا راتلونکې پنجشنبه د کوربه تاجکستان په وړاندي ترسره کړي.
یادې لوبي تېره جمعه د تاجکستان په دوشنبې ښار کي د افغانستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان، ایران او ازبکستان هیوادونو ترمنځ پيل سوې.
د ۱۶ کلنو لوبغاړو ترمنځ د مرکزي آسیایي دا سیالۍ د اګسټ میاشتي په لومړۍ نیټه یعني راتلونکې پنجشنبه پای ته رسیږي.