افغان ۱۶ کلن فوټبال ټیم ترکمنستان مات کړ

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

د افغانستان د فوټبال ۱۶ کلني ملي لوبډلي په آسیايي سیالیو کي خپله دوهمه لوبه پرون شنبه د ترکمنستان ۱۶ کلني ملي لوبډلي په وړاندي ترسره کړه، چي افغانانو یاد هیواد ته ۱ ګول پر ماته ورکړه.
په یاده لوبه کي د افغان ۱۶ کلن ملي ټیم لپاره یوازینی ګول ذکریا حسیني ترسره کړ.
د افغانستان دې لوبډلي د فوټبال مرکزي آسیایي سیالیو په لړ کي خپله لومړۍ لوبه د جمعې په ورځ د قرغزستان په وړاندي ترسره کړه، چي ددې هیواد سره ئې لوبه ۲ ګولونه په مقابل کي د ۲ ګولونو لوبه مساوي پاي ته ورسوله.
په هغه لوبه کي هم یو ګول ذکریا حسیني ولګوی او بل ګول بیا رامین امیري ترسره کړ.
په دې سیالیو کي افغان لوبډله خپله دریمه لوبه سبا ماخستن ۸ بجې د ایران ۱۶ کلني ملی لوبډلي په وړاندي ترسره کوي.
ایران خپلي مخکینۍ دواړي لوبي د ازبکستان او ترکمنستان څخه ګټلي، چي تر دې دمه تر نورو هیوادنو مخکښ دئ.
ټاکل سوې چي افغان ۱۶ کلنه ملي لوبډله خپله څلورمه لوبه د جولای په ۳۰مه د ازبکستان په وړاندي او پنځمه لوبه بیا د اګسټ میاشتي په لومړۍ نیټه د کوربه تاجکستان په وړاندي ترسره کړي.
یادې لوبي تېره جمعه د تاجکستان په دوشنبې ښار کي د افغانستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان، ایران او ازبکستان هیوادونو ترمنځ پيل سوې.
د ۱۶ کلنو لوبغاړو ترمنځ د مرکزي آسیایي دا سیالۍ د اګسټ میاشتي په لومړۍ نیټه پای ته رسیږي.