د افغانستان د فوټبال غوره لیګ سیالیو اووم پړاو لوبې د دوه میاشتني ځنډ وروسته نن په کابل کې پيل کیږي.
له دې وړاندې د افغانستان فوټبال غوره لیګ مسولینو خبر ورکړی و، چې سږ کال د امنیتي او مالي ستونزو له کبله نشي کولی دغه لیګ ترسره کړي، خو اوس ویل کیږي د دغه لوبو مالي ملاتړ ته رحماني په نوم خیریه بنسټ غاړه ایښې ده.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون فني مرستیال یوسف کارکر وايي، د رحماني خیریه بنسټ په مالي ملاتړ به د سږ کال اووم پړاو فوټبال فوره لیګ سیالۍ سبا د میزان په ۱۵ مه نېټه په کابل کې پیل شي.
د فوټبال غوره لیګ په دې سیالیو کې به د تیر په څیر ۸ لوبډلې په دوه ګروپونو کې برخه لري، چې په «الف» ګروپ کې شاهین اسمايي، د سپین غر بازان، د اباسین څپې، موجهای امو او په «ب» ګروپ کې د میوند اتلان، سیمرغ البرز، طوفان هریرود او د عقابان هندوکش لوبډلې شاملې دي.
د دغه سیالیو پیل سبا د شاهین اسمايي او موجهای امو لوبډلو ترمنځ په لمړۍ لوبې سره کیږي.
د یادونې وړ ده، د افغانستان فوټبال غوره لیګ سیالۍ د لمړي ځل لپاره په ۲۰۱۲ م کال کې پیل شوې، چې د لمړي ځل اتلولي یې د طوفان هریرود لوبډلې وګټله.
همدا راز د لمړي ځل وروسته په دوه پرلپسې پړاونو ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ م کلونو کې د شاهین اسمایي لوبډلې اتلولي خپله کړه او هم یې د ورستي شپږم پړاو کې د میوند اتلانو لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د دریم ځل لپاره د اتلولۍ جام وګټلو.