افغان ۱۶ کلن فوټبال ټیم نن سخته لوبه په مخ کي لري

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

د افغانستان د فوټبال ۱۶ کلنه ملي لوبډله په مرکزي آسیايي سیالیو کي خپله دریمه لوبه نن ماښام ۸ بجې د تکړه سیال ایران ۱۶ کلني ملي لوبډلي په وړاندي ترسره کوي.
افغان ۱۶ کلني ملي لوبډلي تر دې مخکي خپله لومړۍ لوبه د قرغزستان او دوهمه لوبه ئې بیا د ترکمنستان په وړاندي ترسره کړې.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون مسئولین وايي، چي یاد افغان ټيم د قرغزستان سره لوبه ۲ ګولونه په مقابل کي د ۲ ګولونو لوبه مساوي پاي ته وروسوله، خو ترکمنستان ته ئې بیا ۱ ګول پر ۰ ماته ورکړه.
د قرغزستان په وړاندي رامین امیري او ذکریا حسیني ګولونه ولګول، خو د ترکمنستان په وړاندي هم ذکریا حسیني یوازینی ګول وواهه.
د ایران د فوټبال ۱۶ کلني ملي لوبډلي بیا تر دې مخکي خپلي مخکینۍ دواړي لوبي ګټلي، چي لومړۍ لوبه کي ئې ازبکستان ته، خو په دوهمه لوبه کي ئې بیا ترکمنستان ته ماته ورکړې.
په دې سره ایران تر ټولو هیوادونو مخکی کی دئ او د جدول په سر کي شتون لري.
ټاکل سوې چي افغان ۱۶ کلنه ملي لوبډله خپله څلورمه لوبه د جولای په ۳۰مه د ازبکستان په وړاندي او پنځمه لوبه بیا د اګسټ میاشتي په لومړۍ نیټه د کوربه تاجکستان په وړاندي ترسره کړي.
یادې لوبي تېره جمعه د تاجکستان په دوشنبې ښار کي د افغانستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان، ایران او ازبکستان هیوادونو ترمنځ پيل سوې.
د ۱۶ کلنو لوبغاړو ترمنځ د مرکزي آسیایي دا سیالۍ د اګسټ میاشتي په لومړۍ نیټه پای ته رسیږي.