ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري
د ژوند له ملګري/ې سره جنګ/جګړې عادي چاره ده؛ خو په جنګ کې باید بدې/سپکې سپورې ونه ویل شي. دې لیکنه کې ټولو ته، خصوصاً مېرمنو ته څو سپارښتتنې شوي چې په عملي کولو سره به یې بریالی ګډ ژوند ولري.
۱-د ژوند ملګری/ې مو چې کله غوښتل درنه لرې شي، موقتاً/لنډمهاله یوازېتوب ته اجازه ورکړئ. ډاکټر ( مګان فلمینګ) وایي: کله چې په شخړه دواړه سره خپه شي او یو لوری د لنډمهاله لرېوالي غوښتنه وکړي، وغواړي چې څو ساعته یا شېبې یوازې پاتې شي، دا بل کس دې د خپل خاوند/مېرمن مخه نه نیسي. داسې وخت کې انسان اړتیا لري چې خپل نامنظم افکار منظم کړي.
۲-دا کلیمې( تا هېڅوخت دا کار نه دی کړی، ته هر وخت دا کار کوې…) کارول ځينې وخت ستونزې پېښوي. مطلق حکم مه پرې کوئ چې کواګې، هغه/ې هېڅ وخت ستاسو په زړه برابر کار نه دی کړی.
۳-بېتفاوتي مه غوره کوئ. تر شخړې وروسته طبیعي چاره همدا ده چې له مقابل لوري لرېوالی غوره شي؛ خو په دې اړه ورته ووایاست چې زړه مې خپه دی، غواړم لږ واټن ونیسم. داسې نه چې هغه خبر/ه نه وي او تاسو خپل عاطفي چلند سوړ کړی وي. ځينې وخت ساړه چلندونه او وړې تېروتنې، د ستر عاطفي واټن لامل کېدی شي.
۴-هر څه چې په جنګ کې تېر شول، هر څه مو چې سره وویل، هملته یې خښ کړئ. هېڅ وخت دا هڅه مه کوئ چې تر شخړې وروسته یې په ځلونو ورته یاد کړئ او زړه یې ازار کړئ؛ ځکه جنګ/شخړه کې اکثراً احساساتي چلند کېږي. وروسته بیا پښېماني لري.
۵-یو بل ته مه وایاست چې بس ده نور ستړی/ې شوم، زړه مې درته په تنګ شو؛ د دې پر ځای ووایاست: ( بښنه غواړم، غواړم پخلا شو؛ ځکه چې خپګان خوند نه کوي…).
۶-کله چې تر شخړې وروسته مو د ژوند ملګری/ې درته راغلل چې خبرې درسره وکړي، شا مه ور اړوئ؛ ځکه دا کار وضعیت خرابوي. جنګ مو چې خلاص شو یو بل ته ووایاست چې تر جنګ وروسته، هر وخت چې ارام شوم، خبرو ته چمتو یم. بیا به همغه وخت خبرې وکړو، ستونزه به حل کړو یا به حللاره ورته ولټوو.
۷-هېڅکله په جنګ کې یو بل ته کنځا مه کوئ؛ ځکه هم مو خپل حیثیت خرابوي هم د مقابل لوري شخصیت ته سپکاوی کېږي.
۸-تر جنګ وروسته نارینه د خپلې مینې او صمیمیت څرګندولو په پار، کوروالي ته لېوالتیا ښيي؛ خو که چېرې تاسو اماده نه وئ، زړه مو نه غوښتل، بیا مخ مه ترې اړوئ؛ ځکه د هغه احساسات زیانمنېږي. ورته ووایاست: منننه چې ماته نږدېوالی خوښوې؛ خو نن چمتو نه یم. ښايي وروسته چمتو شم.
۹-تر جنګ وروسته که مو یو بل ته څه ویل، په نرمه لهجه یې ووایاست. کله چې خاوند سودا پسې لاړ شي او یو شی ترې هېر شي، غالمغال مه پرې کوئ چې دا دی ما درته وویل پلانی شی راوړه او تا را نه ووړ. تر دې خبرو ښه ده چې ورته ووایاست بیا لاړ شه پلانی شی دې هېر شوي. بالمقابل هغه دې هم په دویم ځل تګ نه غوسه کېږي.