عزیز‌الله فضلي یوځلې بیا د کرکټ بورډ رئیس وټاکل شو

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

د افغانستان کرکټ بورډ وایي، چې  د کرکټ بورډ پخوانی رئیس عزیز‌الله فضلي، چې په کرکټ بورډ کې او د ملي لوبغاړو سره تر ډېره نژدې پاته شوی، یوځلې بیا د فرهان یوسفزي پرځای د کرکټ بورډ عمومي سرپرست رئيس وټاکل شو.

هغه نن په رسمې ډول د بورډ کارکوونکو ته وروپېژندل شو.

https://www.facebook.com/1585279335059992/posts/3009749002613011/

د لومړي ځل لپاره د عزیز‌الله فضلي ټاکل او بیرته لیري کول

عزیز‌الله فضلي د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۸م کال د سیپټمبر میاشتې په ۱۹مه نېټه د عاطف مشعل پرځای د کرکټ بورډ عمومي رئیس وټاکل شو.

له هغه وروسته عزیز‌الله فضلي د بورډ ترڅنګ په ملې لوبډله کې یو شمېر لوی بدلونونه راوستل، چې د هغو له ډلې یو هم د ۲۰۱۹م کال تر یوورځنيو لوبو نړیوال جام مخکې اصغر افغان د لوبډلمشرۍ څخه لیري کول او پرځای یې ګلبدین نایب ټاکل وه.

یاد نړیوال جام کې افغان لوبډلې خپلې ټولې نهه واړه لوبې وبایللې او د ګلبدین نایب ترڅنګ عزیز‌الله فضلي هم تر زیاتو نیوکو لاندي راغی.

خو له هغه وروسته د ۲۰۱۹م کال د جولای میاشتې په ۲۸مه نېټه عزیز‌الله فضلي د ولسمشر‌محمد اشرف غني له لوري لیري او پرځای یې فرهان یوسفزی د کرکټ بورډ رئیس وټاکل شو.