ژباړه: محمد عزيز پردېس
په تېرو کې به داسې فکر کېده چې پلرونه يوازې د کور د خرڅ پوره کولو مسول دي او ميندې دي چې د اولاد په روزنه او تعليم کې رغنده رول لوبوي. خو په اوسنی عصر کې ارواپوهان په دې باور دي چې پلار د اولاد په روزنه کې اساسي رول لري. علمي څېړني ښيي چې پر اولادونو ( لوڼو او زامنو ) د پلار اغېز اوږدمهاله دی او د پلرونو چلند پر اولادونه د هغوی پر راتلونکي ژوند مهم تاثير لري.
د بېلګې په ډول، هغه پلرونه چې مينه ناک او عاطفي دي؛ نو د دوی مينه او عاطفه د هغوی پر اولادونو هم خپل اغېز لري او همدارنګه هغه پلرونه چې بې مينې، بدخويه او عيب پلټونکي دي؛ دغه اوصاف د دوی پر اولادونو ډېر بد تاثير لري او د اولادونو ژوند په بشپړ دول ستونزمنوي. په همدې اساس دا لويه تېروتنه ده چې ووايو: يوازې ميندې د اولادونو پر روزنه خپل اغېز لري، بلکې پلرونه هم د اولادونو پر روزنه خپل اساسي تاثير لري.
د اولاد روزنه د پلار او مور په ګډ تفاهم او مسئوليت منلو سره ګټوره تمامېږي. پر اولادونو د مور اغېز ډېر مهم دی، خو د پلار اغېز ( که مثبت وي او يا منفي ) خورا ډېر دی.
معمولا ماشومان د خپلو پلرونو په اړه ژور تصور لري؛ هغوی تل دا فکر کوي چې پلرونه يې لوی، غښتلي او پیاوړي دي، چې د هر ډول ستونزو د حلولو وړتيا لري.
لکه څنګه چې ټول پوهېږو، په کورنۍ کې د پلار تر ټولو اساسي موضوع د هغه اقتدار دی، خو دغه اقتدار څنګه منځ ته راتلای شي؟ دلته د اقتدار موخه، بدني اقتدار نه دی؛ بلکې د ستونزو او مسائلو د منطقي حل اقتدار دی. په بل عبارت کې ويلی شو چې اولادونه داسې پلار ته اړتيا لري چې په سختيو کې وشي کولی هغه ته مخه کړي، هغه سره خبرې وکړي، مشوره ترې واخلي او د مرستې غوښتنه ترې وکړي. داسې پلار چې وشي کولی په ارامۍ سره د مسائلو په حل کې د خپل اولاد ترڅنګ وي.
پلار په خپلو حرکاتو او چلندونو سره اولادونو ته زده کړه ورکوي او همدا چلند د اولادونو د شخصيت د ودې او خرابېدو سبب ګرځي. ماشوم د قربانۍ، رحم او داسې نورې ځانګړنې له موره اخلي او د ستونزو پر وړاندې مقابله او داسې نورې ځانګړنې ډېری له پلار څخه زده کوي. که پلار هرڅومره مقتدره وي، د ملاتړ او حمايت حس خپل اولاد ته لېږدوي.
ترټولو مهمه خبره دا ده چې ماشومان د خپلو پلرونو د خبرو په پرتله د هغوی چلند او کړو وړو ته ډېر متوجه وي. مطلب دا چې د پلار د خبرو او نصيحت پرځای د هغوی د کړه وړو او چلند څخه ډېر اغېزمن کېږي. نو ترټولو مهمه د زده کړې لار دا ده چې پلرونه په خپلو کړنو او چلند سره اولادونو ته په عملي توګه ښې کړنې او اعمال ورزده کړي. کارپوهان وايي: هغه پلرونه چې خبرې او اعمال يې سره برابر نه دي، نو د اولادونو لپاره هېڅکله اغيزمن نشِ ثابتېدلی. مطلب دا کله چې ماشومان دې ته متوجه کېږي چې د پلرونو خبرې او اعمال يې سره په ټکر کې دي، نو د هغوی نصيحتونه او لارښوونې پرې اغېز نه کوي.
ماشومان د خپل لويوالي پر مهال ډېر د خپلو شاوخوا کسانو څخه اغېزمن کېږي، چې په دې کې د پلرونه برخه غوښنه ده. د ماشومانو سره د پلرونو نږدې او ژورې اړيکې د دې لامل ګرځي چې هغوی دې هېڅکله د بېګانه و څخه رنګ او بوی وانخلي.
په همدې دليل چې کله په کورنۍ کې پلار د ورځنيو بوختياو له امله ډېر نه وي، نو د پلار ډېری وخت نشتون د ماشوم په شخصيت هم اغېز ښندي. څېړنې ښيي چې پر اولاد د مور اغېز او رول تر دوه نيم کلنۍ يورې دی، خو د پلار اغېز او رول بيا له پيدايښته نيولې تر اوږدې مودې، ماشوم سره د اړيکې نيولو، نازولو، کتلو، خبرو کولو، لوبې کولو…. له لارو دوام کوي.
ماشومان، په ځانګړي ډول هلکان چې د ۳ څخه تر ۶ کلونو عمر لري؛ د پلار شتونوالي ته ډېره اړتيا لري.
د بوختياو له امله خپلو ماشومانو ته د پلار او مور نه پاملرنه د ماشومانو پر ټولنيزاو اخلاقي ژوند ژور اغېز ښندي چې په پايله کې ماشوم بې مينې، بې باوره او ډارن روزل کېږي.
پلرونه بايد په دې پوه شي چې دوی يوازې د کورنۍ د مادي اړتياو د پوره کولو مسول نه دي، بلکې دوی مکلف دي چې خپلې کورنۍ ته هم وخت ورکړي او د هغوی عاطفي او جسماني اړتياوې هم په منظم ډول پوره کړي.
يو پلار بايد حتما د خپلو اولادونو لپاره وخت ځانګړی کړي!
يو پلار بايد خپلو ماشومانو ته د ورځې په اوږدو کې دومره وخت ځانګړی کړي چې لږ تر لږه وشي کولی د هغوی حال او احوال څخه ځان خبر کړي او د زړه راز ورسره وکړي. که څه هم په دې برخه کې ميندې تر پلرونو مخکې دي، خو د پلرونو ځای بيا بېل دی.
يو پلار بايد تل په خپلو شونډو موسکا ولري او د اولادونو سره ښه اخلاق وکړي!
پلرونه بايد تل هڅه وکړي چې لږ تر لږه د يو وخت خواړه د خپلو اولادونو سره يوځای نوش جان کړي او د ښو او بدو پېښو په اړه د هغوی سره بحث او خبرې وکړي.
همدارنګه د اولادونو په روزنه کې د خپلې مېرمنې سره همکار واوسي. که ماشوم يوه تېروتنه کوي او د مور لخوا تنبيه کېږي، نو پلار ته پکار ده چې د خپلې مېرمنې سره په همعږۍ ماشوم ته سالمه لارښوونه وکړي.
يو پلار بايد تل د خپلې مېرمنې سره ( په ځانګړي ډول د اولادونو پر وړاندې ) ښه چلند وکړي!
يوه پلار ته پکار ته چې وخت او فرصت ته په کتو د خپلو اولادونو د لا ښې روزنې په موخه د خپلې مېرمنې په همغږۍ د اولادونو د روزنې لپاره ګټور ګامونه پورته کړي. د کورنۍ لپاره د علمي او تفريحي سفرونو لړۍ برابرې کړي، فرصت ته په کتو هغوی ته ځیني ځانګړي پروګرامونه په لاره واچوي، ښه چلند ورسره وکړي، داستانونه او کيسې ورته بيان کړي، د ځيني علمي او څېړنيزو موضوعاتو په هکله ورته مالومات ورکړي… .
د نظر خاوندان په دې باور دي چې ميندې د اولادونو په تربيت کې مهم رول لوبوي، خو د پلرونو رول بيا خورا ډېر دی.