
راپور: بشر درویش
د افغانستان په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ضیا الحق امرخیل وايي، اداري فساد یو ناولی داغ او د پرمختګ مانع دی.
نوموړي دا خبرې په خپل ټویټر لیکلي دي.
ښاغلی امرخیل څو اونۍ وړاندې په پارلماني چارو کې د دولت وزارت ته ور وپيژندل شو.
نوموړي پر ټویټر ویلي:
«اداري فساد نه یوازې دپرمختګ مانع دی؛بلکې دوطن د عزت پر لباس ناولی داغ هم دی.پر ضد یې جدي مبارزه د وخت شدیده اړتیا او د هر چا مسولیت دی.»
د افغانستان تقریباً له ټولو ادارو خلک د فساد له امله سرټکوي او کارکوونکي یې په ژور فساد کې ډوب بولي، نو د خلکو غبرګونونو ته په کتو ښکاري چې هیڅ ځای له فساد نه دی خلاص.
ښاغلی امرخیل په همدې اړه وړاندې د ژمنې په ډول لیکلي:
«ژمنه مې دا ده چې د هر فساد مقابل کې به د ولس تر څنګ یم.څومره چې له جلالتماب ولسمشره شناخت لرم؛هغه هم دې مبارزې ته ژمن دی.دا مبارزه به په ګډه کوو.»
اداري فساد نه یوازې دپرمختګ مانع دی؛بلکې دوطن د عزت پر لباس ناولی داغ هم دی.پر ضد یې جدي مبارزه د وخت شدیده اړتیا او د هر چا مسولیت دی.ژمنه مې دا ده چې د هر فساد مقابل کې به د ولس تر څنګ یم.څومره چې له جلالتماب ولسمشره شناخت لرم؛هغه هم دې مبارزې ته ژمن دی.دا مبارزه به په ګډه کوو.
— Ziaulhaq Amarkhil (@ZiaulhaqAmarkhi) June 30, 2020
دا چې ایا ښاغلی امرخیل به پر دې وتوانیږي، که یوازې هغه خبرې او شعارونه به پاتې شي، چې افغان چارواکي یې معمولاً د دندې پرمهال کوي، خو عمل کې معکوس روان وي، دا به وروسته روښانه شي.
افغانستان، د فساد مقام او لاملونه
افغانستان له ډیر وخت راهیسې د نړۍ له فساده ډکو هیوادونو په لومړیو هغوی کې راغلی دی.
په تیر ۲۰۱۹م کال کې د روڼتیا څار نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي ول چې افغانستان د نړۍ په تر ټولو لسو فاسدترینو هیوادونو کې دی.
له دې وړاندې په ۲۰۱۸ کال هم افغانستان ورته مقام کې و، په دې مانا چې هیڅ بهتروالی په کې نه و راغلی.
په افغانستان کې د اداري فساد پرضد د نه مبارزې لوی لامل په حکومتي کچه فساد ضد ارادې نه شتون یادیږي.
سیاسي غوښتنې، سلیقوي چلندونه، نه مسلکیتوب، ډلبازي، په عدلیي او قضايي بنسټونو کې مداخلې، کار اهل کار ته نه سپارل او ځیني سببونه هم په ځلونو د فساد اصلي سرچینې یادې شوې دي.