منی او ورسره تړلي موسمي خفګانونه جدي وګڼئ!

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

ژباړه: نسیمه محمدي
منې سره له ټولو ښکلاوو ممکن تاسې خفه کړي او ښه حس ونلرئ.
موسمي خفګان یا  Seasonal Affective Disorder د شخص په خوی او عادت کې یو ډول ګډوډي او اختلال دی، چې تقریبا ژور خفګان depression ته ورته دی؛ یواځې په دې توپير، چې دا ډول خفګان په بېلابېلو موسمونو لکه مني یا ژمي کې پیدا او په دوره یي ډول له منځه ځي.
که تاسې هم لاندې یادې شوې نښې لرئ، مطلب تر پایه ولولئ.
د موسمي( مني) خفګان لاملونه
د مني په پیل د ورځو په لنډېدو او د لمر وړانګو په کمېدو سره، ځینو خلکو ته خفګان او زړه تنګي پیدا کېږي، چې له څه مودې وروسته له منځه ځي مګر د موسمي اختلال په اغېز اخته کسان یا په عامه اصطلاح خفه( sad) دي، د ژور خفګان سخت پړاو تېروي.
په حقیقت کې د لمر وړانګو کموالی او د بدن د هورمونونو او وېټامینونو ګډوډي، د مېلاتونین هورمون د لږ افراز لامل ګرځي، چې دا کړنه هم په اخته شخص کې خوب او ستړیا رامنځته کوي.
البته د پسرلي په پيلېدو سره دا ټولې نښې نښانې له منځه ځي؛ نو د دې خفګان دوام کېدای شي خطرناک اوسي؛ نو د خپلې روحي سلامتیا لپاره که درملو او وېټامینونو ته اړتیا لرئ  حتماً له متخصص ډاکټر یا ارواح پوه سره وګورئ.
د موسمي خفګان نښې
که د مني په موسم کې ډېر ویده کېږئ، ډېر خواړه خورئ( په ځانګړي ډول د کاربوهایدرېت ډېر مصرف لکه مکروني…)، اضافي وزن لرئ یا تل ستړي یا بې حاله یئ د ورځنیو چارو ترسره کولو لپاره انګېزه نلرئ یا حتی په کار ځای یا ټولنه کې له څرګندېدو سره لېوالتیا نلرئ، کېدای شي په موسمي خفګان اخته شوي اوسئ.
تاسې ته سپارښتنه کېږي د مني یو سهار له خوبه پاڅېږئ، کړکۍ خلاصه کړئ، د مني سړه هوا حس کړئ، سمسوره فضا ته ورشئ او د طبیعت له پاڼو رژېدو خوند واخلئ.
د درملنې لارې چارې
سنتي طب، رنګونه او د ژوند د بڼې بدلون کولای شي د موسمي خفګان سره مرسته وکړي، که چېرې تاسې هم په دې ناروغۍ اخته یئ، کولای شئ د لاندې یادو شویو لارو چارو سره خپله روحي سلامتیا ترلاسه کړئ.
رنګونه
روغتیا پالان، د رنګونو په وسیله درملنه د دې ناروغۍ لپاره وړاندیز کوي. په دې ډله کې ګرم رنګونه لکه سور او نارنجي رنګونه د روحیې د پیاوړتیا او روحي خوښۍ لامل ګرځي. تاسې کولای شئ له دې رنګونو څخه د جامو لپاره او یا هم د کور ډېکورېشن لپاره ګټه واخلئ.
سنتي طب او د موسمي خفګانونو درملنه

  • په تخت یا دوشکه اوږده وغځېږئ او د خپلې خوښې وړ ناول یا داستان ولولئ یا له ټلوېزیون څخه تفریحي پروګرامونه وګورئ، شین ځای یا پارک ته لاړ شئ.
  • خوشبویه چای وڅښئ؛ لکه لاچي لرونکی چای یا هم د دارچین چای.
  • ککاو وخورئ؛ دا خوښي بښوونکي خواړه ستاسې د هورمونونو په تعادل او خوی او عادت مثبت اغېز لري.

ورزش وکړئ
کېدای شي د مني او ژمي سړه هوا خصوصاً د مازیګر او لمر پرېوتو وخت، ورزش کول ستاسې له ذهني وباسي! مګر په لومړۍ درجه کې خپلې سلامتیا او روغتیا ته او په دویمه درجه کې خپلې خوښۍ او سرګرمۍ ته اهمیت ورکړئ، په هېڅ ډول حالاتو کې ورزش کول مه هېروئ.
آرامه موسیقي، یوه جوړه ورزشي بوټونه، لږ وخت او د آزادې فضا ټاکل د ورزش کولو لپاره کولای شي ستاسې روحیې ته بدلون ورکړي.
د ګلانو او بوټو څخه ګټه اخېستل
که د پارک تګ ته کافي وخت نلرئ؛ شنه فضا مو کورته راوړئ. د کور چاپېریال مو د  خوشبویه ګلانو سره ښکلی کړئ. د ګل لرونکو ګلانو څخه ګټه اخېستل په کور یا آپارتمان او باغچو کې د دې لامل ګرځي تل ښه احساس ولرئ.
د وېټامین D خوړل
مګر دا امکان لري د مني او ژمي زړه راښکوونکی سهار له کړکۍ پرانېستلو او تازه هوا تنفس کولو پرته پیل کړو؟ تاسو ته سپارښتنه کوو دا ځل مو سهار د لمرد وړانګو مېلمانه شئ.
ډېری څېړنو دا ثابته کړې، چې د وېټامین D او موسمي خفګان تر منځ په ځانګړې توګه د مني خفګان تر منځ ژوره اړیکه ده او همدارنګه وېټامین D ستاسې د بدن دفاعي سیستم  او خوی او عادت په برخه کې حیاتي رول لري. که چېرې د وېټامین D له کمښت سره مخ یئ، غوره ده، د وېټامین D اخېستلو لپاره خپل روغتیا پال سره مشوره وکړئ.
موسمي خفګان جدي وګڼئ
لکه څنګه چې منی د موسمونو پاچا ګڼل کېږي، کولای شي ډېر ژر تاسې ناروغ کړي؛ البته دا فصل زیاتره په زکام، رېزش او سینه وبغل ناروغۍ مشهور دی، مګر له هغې ورځې امان چې تاسې د مني موسم ژور خفګان ونیسي.
په دې موسم کې خوړنیز پرهېز

  • له ډېر خوراک ډډه کول.
  • د سړو اوبو او مایعابو له څښلو ډډه کول.
  • له تُند، تروشو او تروو خوړو ډډه کول.
  • په موړ نس مه ویده کېږئ.
  • د مېوو له ډېر خوړلو ډډه وکړئ.
  • د نیمې ورځې له ګرمۍ اود شپې له سړې هوا ځان وساتئ.
  • غوره ده په ډېر سوړ ځای یا د ورځې له لنډ خوب ډډه وکړئ.
  • د مني په موسم کې باید په برابره کچه ورزش تر سره کړئ او د ډېر ورزش کولو او بدني حرکتونو ډډه وکړئ.
  • له تشویش، غم، غوسې او خفګان او حتی له زیات یواځېتوب ډډه وکړئ.

له همدې امله، منی د خپلو ټولو ښکلاوو سره، سره بیا هم په زړه تنګۍ پړ دی؛ البته د سنتي طب، سالمو خوړو په خوړلو او ورزش په مرسته کولای شئ د دې فصلونو له زیانونو په امن کې اوسئ.