د «فیسبوک» سریال کیسه؛ دا سریال په افغانستان کې جوړ شوی

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

فیسبوک ټولنیزه شبکه، د افغانانو له ژوند سره دومره تړل شوې چې ان د تیاتر لوبغاړو یو تفریحي ـ ټولنیز سریال پرې جوړ کړی.
په دې لیکنه کې دا سریال او مهمې ځانګړنې یې درپېژنو:
د سریال پېژندنه:
لیکوال: علي یعقوبي
جوړونکی: وکیل احمد صافی
قسطونه یا برخې: ۳۰
خپرونکی او مالي تمویل: عصر راډیو تلویزون
ځای: هرات ولایت
د سریال کیسه
«فیسبوک» سریال د یوه افغان ځوان د انلاین مینې کیسه کوي. دغه ځوان د یوې څو کسیزې داسې کورنۍ یوازینی او له مکتبه تازه فارغ شوی زوی دی.

دا کورنۍ د خپل مورني نیکه له میراثه د ورپاتې څو دوکانونو پر کرایې ژوند کوي، خو یوازینی زوی یې د فیسبوک له لارې له یوې بهرنۍ نجلۍ سره د فیسبوک له لارې ملګری کیږي.
هلک او نجلۍ د مینې کیسې کوي؛ جالبه خو دا چې د هلک انګلیسي سمه نه زده او د خبرو لپاره د ماتې ګوډې انګریزۍ ترڅنګ د ګوګل له ژباړونکې پاڼې او د انټرنیټ کلپ له یوه خاوند څخه مرسته اخلي.
د څو ورځو په تېریدو سره دغه هلک، چې د كورنۍ غړي یې له وزګارتیا نور تنګ دي له بهرنۍ نجلۍ څخه د واده بلنه ترلاسه کوي.
نجلۍ، هلک ته وایي چې څو سوه میلیونه ډالره په اکونټ کې لري او دا به لا له واده او بهر ته د ده تر ورتلو مخکې د ده په نامه کړي.
د سریال هلک کورنۍ ته د دې خبرې زېری او خبر ورکوي، چې نجلۍ ده ته د میلیونونه ډالرو له ورکړې مخکې د هغې اکونټ ته د ۳۰ زره ډالرو جمع کیدل غواړي.
د هلک کورنۍ ناببره پرهلک ویاړي، بې ساری قدر ورکوي، څوک یې پښې او څوک لاسونه کېکاږي، دوکانونه ورته پلوري څو نجلۍ ته غوښتل شوې پیسې واستوي او هم د هلک د انلاین کوژدنې په ویاړ د خوشالۍ جشن ونیسي.

د هلک پلار د خوشالۍ په جشن کې خلک پوهوي، چې تردې وروسته ستر میلیونر دی؛ ځکه زوی یې بهرنۍ سره واده کوي او ډېرې پیسې یې په نصیب کیږي.
له دې موضوع د ښار د انسان تښتونکو بانډ خبریږي، د هلک پلار تښتوي او د خوشې کیدو یې لکونه ډالره غواړي.
بهرنۍ نجلۍ د پیسو له ترلاسه کولو وروسته، چې د هلک کورنۍ یې د رزق له یوازینۍ وسیلې( دوکانونو) بې برخې کړې وي، په وروستي پيغام کې د ده له ورلېږلو مرستو په مننې سره وایي چې د عاجل مجبوریت له مخې یې دروغ ورته ویلي او پیسې یې ترې وهلي.

له دې سره دا هم زیاتوي، چې جوړ کړی اکونټ یې مستعار و او نور به د تل لپاره لغوه یا ډیلیټ شي.
په دې ډول سریال پای ته رسیږي او یوه ساده کورنۍ د خپلې ساده ګۍ د قیمت لنډولو ویر ته کیني.
د سریال مهمې ځانګړنې:
– سریال لکه چې وویل شول طنزیه او ټولنیز دی، په ډېرو برخو کې طنزیه مکالمې او صحنې لري، چې سریال یې خوندور کړی.

– سریال په سیمه ییزه کچه (هرات) کې جوړ شوی، ځکه خو یې لهجه هراتۍ او یو ډول د ایران د لهجې تر اغېزې لاندې ده.
– سریال د مرکزي کرکټر ( فیسبوک کارونکي) ترڅنګ یو فرعي طنزیه کرکټر هم لري، چې د مرکزي کرکټر د خور خسر او هر چا نه د موافقې خبرې له اوریدو وروسته ورته په خندا د لاس غټه ګوته پورته کوي او «لایک» نارې کوي.
دغه سریال، نورې جالبې برخې هم لري، لیدل به یې درته هم ښه تفریح وي او هم به د ټولنیزو رسنیو د بې مسولیته او ساده باوره کارونې په اړه ښکلي پيغامونه ولري.