د فیسبوکي پوسټونو پر ایسته کولو سیالي؛ هند او پاکستان څومره پوسټونه ډیلیټ کړي؟

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د هند او پاکستان په اړه یو تازه راپور وایي، چې دغه دوه هېوادونه د فیسبوکي پوسټونو په ډیلیټ کولو کې هم نوم لري.
دا دوه هېوادونه خپلو کې سخت سره وران دي.
له دې سره ویلای شوو، چې دوی د فیسبوکي پوسټونو په ډیلیټولو کې هم له یو بل سره سیالي لري.
څنګه سیالي یې کړې؟
فیسبوک کمپنۍ د یوه مطلب په خپرولو سره ویلي، چې هندوستان او پاکستان پخپل قلمرو کې د فیسبوک کمپنۍ د پوسټونو په حذفولو کې لومړی او دویم مقام لري.
د فیسبوک د اعلان له مخې دغو دوه هېوادونو په ۲۰۱۸ کې له بل هر هېواد څخه ډېر زیات فیسبوکي پوسټونه ډیلیټ کړي دي.
ولې یې ډیلیټ کړي؟
د فیسبوک د معلوماتو له مخې هندوستان او پاکستان په دغو دلایلو ګڼ فیسبوکي پوسټونه ډیلیټ کړي دي:
ـ هغه مطالب ډیلیټ شوي، چې مذهبي حساسیتونه یې رامنځته کول.
ـ هغه مطالب هم ډیلیټ شوي، چې خاص سیاسي مسایل یې څارل او سیمه ییز ناسیونالیزم ته یې لمن وهله.
څومره پوسټونه ډیلیټ شوي؟
فیسبوک کمپنۍ ویلي، چې پاکستان د ۲۰۱۸ په وروستیو درېیو میاشتو کې ۴۱۷۴ پوسټونه ډیلیټ کړي دي.
په داسې حال کې، چې د همدغه کال په لومړیو درېیو میاشتو کې یې ۲۲۰۳ پوسټونه ډیلیټ کړي.
سرچینې د هندوستان په اړه ویلي، چې په دومره موده کې یې ۱۷ زره ۷۱۳ پوسټونه له فیسبوک څخه ډیلیټ کړي دي.
له هندوستان او پاکستان څخه وروسته برازیل درېیم هېواد دی، چې د فیسبوک ډېر پوسټونه یې ډیلیټ کړي.
د فیسبوک کمپنۍ په حواله برازیل په ۲۰۱۸ کال کې ۴زره او ۲۶ پوسټونه له منځه وړي.
غبرګون څه دی؟
د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان دفتر د خپرو شویو دغو ارقامو په تړاو ویلي، چې دا پوسټونه یې هېواد د فرقه یي ناندریو د مخنیوي لپاره ډیلیټ کړي دي.
د سرچینې په حواله ډیلیټ شوي اکثره پوسټونه د پاکستان سترې محکمې ته پر سپکاوي، مذهبي تفرقې ته پر لمن وهلو او دغه راز د افراطي ډلو په ګټه را څرخیدل.
د هندوستان حکومت په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.