د سترګو لینز، سترګې ړندوي

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

یوې نوې ترسره شوې څیړنې موندلې، چې د سترګو لینز لګول په تدریجي ډول د سترګو دید کموي او ان خبره تر ړندیدو رسیږي.
څیړوونکي وايي، هغه خلک چې د سترګو لینزونه لګوي، د اکنتاموبا (Acanthamoeba) په نوم یو ډول میکروب ددوی د سترګو بهرنۍ برخه زیانمنوي.
محتصص ډاکتران وايي، د سترګو د لینزونو سره تماس هغه میکروبي کوي چې په سترګو د لګولو سمدستي وروسته سترګې انتاني کیږي. د سترګو د لینز سره لامبل او سترګې وینځل هم د سترګو د میکروبي کیدو لامل کیږي.
د څیړنې د موندونو په اساس، هغه خلک چې د سترګو لینز کاروي، اوس يې یواځې سترګې ۲۵ سلنه دید لري او پاتې ۷۵ سلنه د لیدلو ځواک يې بایللی. ځینې نور خو ان سوچ ړانده شوي او هیڅ نه ګوري.
لندن کې د سترګو د درمنلې مشهور روغتون (مورفیلډس) اندیښنه ښودلې، چې د لینز له امله د سترګو د ناروغانو شمېر له ۲۰۱۱ کال راهیسې په ډیریدو دی. هر کال له ۳۵ تر ۶۵ کسان د سترګو د تکلیف، چې د لینز له امله رامینځ ته شوی، په روغتونونو کې ثبت کیږي.
د تحقیقاتي ډلې مشر پروفیسور جان ډارټ ویلي، چې د هغه ناروغانو شمیر مخ په زیاتیدو دی، چې د سترګو د لینز له امله ورته د “لید” تکلیف پیدا شوی. پروفیسور جان، ټولو هغه خلکو چې د سترګو لینز کاروي، خبرداری ورکړ، او وي ویل، چې د سترګو لینز خطرناک دی.
د تحقیقاتو دې ډلې دا هم ویلي، چې د مستعمل لینز کارونه تر نوي هغه ډيره خطرناکه ده. په وینا يې، که د لینزونو صفايي او نظافت ته پام ونشي، په لنډ وخت کې لويې ستونزې جوړوي.
د سترګو د لینزونو مراقبت پوره حوصله غواړي. ډاکتران سپارښتنه کوي، چې د لامبلو او مخ وینځلو پر مهال باید لینزونه لري شئ. دوی دا هم وايي، چې په لمدو لاسونو د سترګو لینزونه لمس کول، د سترګو لپاره خطرناک دي.
اوس ډاکتران په داسې یو پالیسۍ کار کوي، چې د سترګو د لینز د پلور پر مهال به پيریدونکي ته د سترګو د لینز د کارونې د خطر په اړه، لکه د سګرټو په څیر، خبرداری ورکوي.
د سترګو لینز د عصري نړۍ سربیره د افغانستان په ځينو پيغلو او ځوانانو کې هم رواج دی. هغوی چې د سترګو د بیلابیلو رنګو شوق لري، د خپلې خوښې رنګ لینز اخلي او کاروي يې؛ خو که د سترګو د لینز د کارونې له ممکنه خطراتو څخه خبر شي، د لینز د پلورنځي په خوا به هم تیر نشي.