د افغانانو د ژوند د نورو زیاتو برخو ترڅنګ د دوی خوب هم خورا بې نظمه دی؛ اکثره خلک ډېرې شپې په شوګیر، بنډار او نورو سرګرمیو تېروي، خو د اونۍ اخره ورځ یا د رخصت شپه یا ورځ یې مسلسل خوب ته ځانګړې کړې وي.
البته ځینو بیا دا شپه یوازې شوګیر ته ځانګړې کړې وي، چې په دواړو حالاتو کې خپل صحت ته تاوان پېښوي.
دلته به د اونۍ په پای کې د زیات خوب په بدو پایلو له یوې نوې څېړنې څخه خبر شئ:
نوې څېړنه
په یوه نوې څېړنه کې روغتیا پوهانو د انسانانو د خوب وخت، د بدن بیولوژیکي ساعت، د انرژۍ د ورځیني مصرف اندازه، د وزن زیاتوالی او هم له انوسلین سره حساسیت په درېیو کټه ګوریو کې اندازه کړي دي.
د څېړنې پر وخت له لومړۍ ډلې غوښتل شوي، چې هره شپه دې نهه ساعته کافي خوب وکړي. دویمې ډلې نه غوښتل شوي، چې ناکافي یانې پينځه ساعته خوب دې وکړي او له درېیمې ډلې غوښتل شوي، چې په اولو ورځو کې دې ناکافي خوب او د اونۍ په پای کې دې دوه ورځې پرله پسې خوب وکړي.
د څېړنې پایلې
د څېړنې پایلو ښودلې، چې دویمه ډله د خوب د ګډوډۍ له کبله له روغتیایي ستونزو سره مخ شوې.
د دوی د انرژۍ ورځینی مصرف کم شوی او له انسولین سره یې حساسیت هم کم دی.
د دغه وضعیت په پایله کې د دوی وزن ۱،۵ کیلوګرامه زیات شوی.
د څېړنې په پایلو کې ټینګار شوی، چې د خوب کمښت او ډېروالی دواړه خطرناک دي.
کمښت یې ګڼې روغتیایي ستونزې پیدا کوي، خو زیاتوالی یې د انسان عمر لنډوي او په ګڼو لانجو یې اړوي.
نه افراط او نه تفریط
څېړونکو ټینګار کړی، چې نه لږ او نه ډېر خوب د روغتیا لپاره ګټور دی.
دوی وایي انسان د خوراک ـڅښاک، ګرځیدو، کار، مطالعې او بل هر مصروفیت او ضرورت په شان باید په خوب کې هم تعادل وساتي.
د دوی په وینا نه د خوب زیاتوالی ګټور دی، نه کموالی.
د دوی په وینا لږ ترلږه ۸ ساعته خوب باید هره شپه انسان وکړي، څو نه د خوب له زیاتوالي وکړیږي او نه له کموالي.
افغانانو ته د څېړنې مهم پيغام څه دی؟
ډېری افغانان یا په مړي ژوندي کې په کولتوري لحاظ د شپې تر ناوخته شوګیر او بنډارونه کوي، یا یې ځوانان د لوبو او فلمونو د لیدو لپاره سره ډله ناست وي او یا له انټرنیټ سره مصروف وي او د شپې خوب ترې خرابیږي.
دا ډول بوختیاوې نه یوازې د دوی خوب او صحت؛ بلکې رواني روغتیا، د ورځیني ژوند مهالوېش او نورو لومړیتوبونو ته هم تاوان رسوي.
افغانانو؛ بالخصوص ځوانانو ته د څېړنې پيغام دا دی، چې د خپلې ځوانۍ او صحت د ساتنې لپاره باید وخت بې ځایه تېرنه کړي او د افراط و تفریط قربانیان نه شي.
هغه خلک، چې د شپې تر ناوخته ناست وي، سبا ناوخته له خوبه پاڅیږي، چې هم ورڅخه عبادتونه پاتې وي، هم خپل کارـ روزګار ته ناوخته رسیږي او هم د ورځې ډېر نورمال او په عادي حالت کې نه وي.
نو په کار دا ده، چې د دغو ستونزو د حل لپاره خپل خوب او ټولې چارې سمې ترسره او پکې د ګډوډۍ مخه ونیسي.