
د برتانیا د پارلمان غړي “لارډ ګولډاسمت” د انګلستان د لومړي وزیر “بورس جانسن” د یوې څرګندونې وروسته د اسرائیل په ملاتړ ورکړل شوی بیان بیرته اخیستو ته اړ شو.
د برتانیایې رسنیو په حواله ، لارډ ګولډاسمت په ټولنیزو رسنیو کې په خپره شوې اعلامیه کې ویلي و، چې هېڅ هېواد د هېڅ سازمان لخوا په بې ګناه ملکي وګړو بریدونه نشي زغملی، نو بیا اسرائیل ولې؟
د هغه له څرګندونې وروسته، د انګلستان لومړي وزیر “بورس جانسن” په یوه بیان کې وویل،چې اسراییل او فلسطین باید د وتلو پرمهال له زغم څخه کار واخلي. انګلستان د ملکي وګړو په وژنه ژوره اندېښنه لري او د تاوتریخوالي د سمدستي کمولو غوښتونکی دی.
د برتانیا د لومړي وزیر د بیان په تعقیب، لارډ ګولډاسمت’ اړ شو، تر څو د اسرائیل په ملاتړ شوی خپل بیان حذف کړي.