ایلیس پیري د یوې لسیزې درې واړه ایوارډونه ترلاسه کړل

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري
لیکنه: محمدصابر حمیدي

د اسټرالیا د ښځینه وو کرکټ ملې لوبډلې نامتو او تکړه الراونډره لوبغاړې ایلیس پیري د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د یوې لسیزې تر ټولو غوره لوبغاړې او د دې ترڅنګ د کرکټ په دوو فارمټونو شل اوریزه او یو ورځنیو لوبو کې د یوې لسیزې تر ټولو غوره لوبغاړې راغله.
د کرکټ نړیوالې شورا پرون دوشنبه د کرکټ په درې واړه فارمټونو کې د تیري لسیزې«۲۰۱۱ـ۲۰۲۰» غوره لوبغاړي اعلان کړل.
inbound4363384803220023674 ایلیس پیري د یوې لسیزې درې واړه ایوارډونه ترلاسه کړل
د شل اوریزه لوبو غوره لوبغاړی راشدخان ارمان، د یو ورځنیو لوبو غوره لوبغاړی ویراټ کوهلي، د ټیسټ لوبو غوره لوبغاړی سټیو سمیت او د یوې لسیزې غوره نارینه لوبغاړی بیا ویراټ کوهلي وټاکل شو.
inbound7365103903634412483 ایلیس پیري د یوې لسیزې درې واړه ایوارډونه ترلاسه کړل
د دې ترڅنګ دې شورا له ټیسټ فارمټه پرته ښځینه لوبغاړو ته هم دا جایزې او نوم ټاکلی وو، چې درې واړه ایوارډونه اسټرالوۍ لوبغاړې ایلیس پیري ترلاسه کړل.
هغه د شل اوریزه لوبو د یوې لسیزې غوره ښځینه لوبغاړې.
inbound4618232376323317371 ایلیس پیري د یوې لسیزې درې واړه ایوارډونه ترلاسه کړل
د یو ورځنیو لوبو د یوې لسیزې غوره ښځینه لوبغاړې.
inbound4686787283630756723 ایلیس پیري د یوې لسیزې درې واړه ایوارډونه ترلاسه کړل
او د یوې لسیزې تر ټولو غوره ښځینه لوبغاړې وټاکل شوه.
inbound5501448850090389795 ایلیس پیري د یوې لسیزې درې واړه ایوارډونه ترلاسه کړل
د کرکټ نړیواله شورا وايي، چې ایلیس پیري په نړیوال کرکټ کې ۴۳۴۹ منډې جوړې کړې او د دې ترڅنګ یې ۲۱۳ ویکټې اخیستې دي.