لیکنه: عایشه حیدري
اختر د مسلمانانو د خوشحالۍ او خوښۍ جشن دی چې د نړۍ ټول مسلمانان یې په کال کې دوه ځلې په دریو دریو ورځو کې نمانځي، خو په افغانستان کې په دودیز ډول د اختر لمانځنه تر درې عادي ورځو ډېر وخت نیسي او د هېواد په ځينو برخو کې د اختر لمانځنه اووه او یا لسو ورځو ته رسېږي.
کله چې د اسلام مبارک دین د عربو په ټاپو کې را څرګند شو، مسلمانانو د خوښۍ ځانګړې ورځې نه درلودې، همدا لامل و چې حضرت محمد صل الله علیه وسلم د مسلمانانو د خوښۍ د لمانځنې لپاره په دوو بېلابېلو وختونو کې د اخترونو ورځې وټاکلې. د اسلام سپېڅلي پیغمبر د اخترونو په اړه وفرمایل:
“په جاهليت کې ستاسو د لوبو دوې ورځې وې او الله يې په بدله کې تر هغو غوره دوې ورځې درکړې، د کوچني اختر او لوی اختر ورځې.
له هماغه وخت راهیسې هر کال تر روژې وروسته سمدستي، مسلمانان د کوچنۍ اختر ورځې لمانځي او د ذلحجې د میاشتې په لسمه بیا د لوی اختر ورځې نمانځل کېږي.
په اسلامي هېوادونو کې دواړه اخترونه یعنې کوچنی اختر او لوی اختر ډېر ارزښت لري، افغانستان هم د دغو اسلامي هېوادونو له ډلې دی چې د اختر ورځې په دودیز او مذهبي ډول ډېر ښکلی نمانځل کېږي. د افغانستان وګړي اختر ته د ځینو دودیزو پروګرامونو په ترسره کولو سره ښه راغلاست وايي.
افغانان اخترونو ته نوې جامې کوي، د مېلمنو لپاره ډول ډول مېوې او خواړه تیاروي او د اختر د مېلستیا په نامه د کلیوالو له لوري په نوبت د اختر ډوډۍ برابرېږي. په ډېری کلیو او بانډو کې بیا د اختر د لومړۍ ورځې سبانارۍ په جومات کې خوړل کېږي، یعنې هر کلیوال له ځان سره له خپل کور نه خواړه او خواږه راوړي او په جومات کې له ملا او نورو کلیوالو سره په ګډه سهار چای څښي.
د اخترونو بل دود د کوژدن شویو ځوانانو له لوري خپلې کوژدنې ته د اختر جامې د وړلو دود دی چې د اختر جوړه یې بولي، په دغه دود کې جامې، نکریزې، خواړه او خواږه شامل وي، چې تر اختر یوه ورځ وړاندې یا د اختر په ورځ د کوژدنې نجلۍ کور ته ور وړل کېږي. همدارنګه کوژدنې نجلۍ ته د قربانۍ پسه هم ور وړل کېږي چې دغه دود نوی نوی په افغانانو کې را ټوکېدلی دی. کله چې کوژدنې نجلۍ ته جوړه ور وړل شي، نو د نجلۍ کورنۍ بېرته هلک ته د اختر جامې او نور اړین توکي په اختر مبارکۍ کې ورکوي.
د اخترونو بل دود د ښځو او ماشومانو په لاسونو د نکریزو اېښودلو دود دی چې نجونې او په تېره بیا ماشومان ورته ډېر خوشحالېږي، ماشومان او نجونې په خپلو لاسونو بېلابېل رسمونه او نخچونه کاږي او یو له بل سره د دغو انځورو په جوړولو کې سیالۍ کوي.
خو د اخترونو تر ټولو مهم رکن د اختر لمونځ دی چې د اختر په لومړۍ ورځ سهار مهال ادا کېږي، ټول مسلمانان د اختر په لومړۍ د اختر لمانځه لپاره هغو جوماتونو ته ور ځي چې د اختر د لمانځه لپاره ځانګړي شوي وي، خلک پاکې او نوې جامې اغوندي او د ورورولۍ په چاپېریال کې دخپل رب کور ته ورځي او رب ته په سجده پرېوځي او د خپلو اړتیاوو د پوره کېدو دعا کوي.
که څه هم د لوی او کوچني اخترونو په د نمانځنې په ډول کې ځانګړی توپیر نه شته، خو په ځينو برخو کې لوی اختر تر کوچني اختر توپیر لري، له دغو توپیرونو څخه یو هم په لوی اختر کې د قربانۍ اصل دی چې مسلمانان له خپل مالي توان سره سم قرباني کوي. دغه سنت د ابراهیم علیه سلام له وخت څخه را پاتې دی چې د اسلام د سپېڅلي دین په را څرګندېدو بیا زمونږ خوږ پیغمر حضرت محمد صل الله علیه وسلم هم د ابراهیمي سنت پر تاييد د قرباني امر وکړ. له هماغه وخت را پدېخوا هر کال مسلمانان په لوی اختر کې د خپل رب د خوښۍ د رضاء او د سپېڅلي پیغمبر حضرت ابراهیم د سنت پر ځای کولو لپاره څاروي حلالوي او غوښه یې د اسلام له لارښوونو سم، د الله جل جلاله په ناداره بندګانو وېشي.
په افغانستان کې چې کلونه کلونه یې په جګړه کې تېر شوي او جګړې د اختر پر خوښیو هم سیوری غوړولی دی، خلک د سولیز اختر غوښتونکي دي او له خدایه په هېواد کې تلپاتې سوله غواړي. افغانستان ډېر اخترونه په غمونو او تاوتریخوالي کې تېر کړي دي، خو دا اختر چې لا له وړاندې پکې د افغانستان حکومت او طالبانو د اروبند اعلان کړی دی، ښایي تر نورو تېرو اخترونو خوندور وي او افغانان به وکولای شي چې له خپلو کورنیو او دوستانو سره د خوښۍ شېبې ونمانځي.
د سولهییز، یو موټي، سوکاله او پر خپلو پښو ولاړ افغانستان په هیله
اختر مو مبارک شه!