ورو ډوډۍ خوړل او زیانونه یې

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

ژباړه: نسیمه محمدي
ځیني کسان عادت لري چې ډوډۍ ډېره په ورو، ورو خوري، زیاتره خلک ورو، ورو ډوډۍ خوړل د بې اشتهایۍ یا ډېر د خوړو سره د لېوالتیا نه درلودل لامل ګڼي، په داسې حال کې چې دا اصلاح کېدونکی عادت دی.
اصولا ویل کېږي ورو، ورو ډوډۍ خوړل د مړښت د احساس پیدا کېدو لامل ګرځي مګر د څه وخت په تېرېدو سره د دې سبب کېږي چې د ځینو انزایمونو فعالیت ګډوډ شي.
له همدې امله د دې عادت سپارښتنه نه کېږي په یاد مو وي غوره حالت دا دی چې ډوډۍ خوړل د ۲۰ څخه تر ۲۵ دقیقو پورې وخت ونیسي، تر څو په بشپړه توګه د مړښت احساس تر لاسه شي. البته په دې موده کې باید په ټاکلې اندازه خواړه وخورو نه دا چې په چالاکۍ ډوډۍ وخورو، چې د ډوډۍ
اندازه مو ډېره شي ځکه دا بیا په خپله د حتمي چاغښت لامل ګرځي.
۲۰ څځه تر ۲۵ دقیقو پورې د وخت اندازه د خوړو درې واړه وختونو ته سپارښتنه کېږي، که څه هم سبا نارې کېدای شي په کم وخت کې وخوړل شي.
په حقیقت کې، ۲۰ څخه تر ۲۵ دقیقې هغه اندازه وخت دی چې د مړښت پيغام مغز ته مخابره کېږي او کېدای شي زیاتره کسان د دومره وخت لپاره وخت ونلري مګر په هر حال ټاکل شوی وخت د خوړو د متخصصانو له خوا ویل شوی، نو حد اقل کومې ورځې چې ډېر وخت لرئ دا قانون زیاتره په ځان تطبیق کړئ.
مه هېروئ چې یواځې نه خوړل یا زیات خوړل ستونزه جوړوونکې نه دي، بلکه نه چندانې اشتباه ګانې هم کولای شي ستاسې د تغدې پر وضعیت منفي تاثیر وکړي.