ژباړه: عایشه حیدري
ډېری خلک ګومان کوي چې په امیندوارۍ کې د ډېرو خوږو خوړو خوړل د ماشوم له جنسیت سره تړاو لري او که مور د امیندوارۍ په دوران کې ډېر خواږه خواړه وخوري، نو ماشوم به یې هلک وي. خو علمي څېړنې ښيي چې د امیندوارۍ په دوران کې خوږو خوړو ته د اشتها ډېرېدل، د جنین له جنسیت سره هېڅ تړاو نه لري خو پر دې باید پوه شو چې ایا د امیندوارۍ په دوران کې د ډېرو خوږو خوړو خوړل په جنین اغېز لري او که نه؟
پرته له شکه چې په بدن کې د یوه ډول معدني مواد ډېرېدل او د نورو معدني موادو کمښت د جدي او نه جبرانیدونکو ستونزو لامل کېږي.
د امیندوارۍ په دوران کې د خوږو خوړو د خوړلو لومړی زیان د وینې غوړ/ کلسټرول او شکر ناروغۍ د مور اخته کېدل او د وزن زیاتوالی دی. د دې ترڅنګ د خوږو خوړو خوړل جنین ته ځینې نورې ستونزې هم رامنځته کوي، لاندې یې تاسو ته یادونه کوو.
۱- د جنین د ډنګرېدلو لامل کېږي
د عام فکر پر خلاف د امیندوارۍ په دوران کی د ډېرو خوږو خوړل د جنین د چاغېدلو لامل نه کېږي. بلکې کېدای شي د زېږون پر مهال د جنین د کمزورې کېدلو او له حد نه ډېر ډنګرېدلو لامل شي.
۲- د زړه په ناروغيو د جنین اخته کېدل
د څېړونکو په باور، هغه ماشومان چې ميندې یې د امیندوارۍ په دوران کې په شکر باندې اخته وي، ډېری یې د زړه ناروغۍ لري. که د امیندوارۍ په دوران کې د خوږو خوړو د خوړلو کچه لوړه وي، کېدای شي په ماشوم کې هم دغه ناروغي په اوه کلنۍ کې ښکاره شي. هغه خواړه چې خواږه وي او د قند کچه په کې لوړه وي، د جنین د وينې د رګونو جوړښت بدلوي.
۳- د ماشوم د ژر زېږون لامل کېږي
د امیندوارۍ په دوران کې د خوږو خوړو ډېر خوړل، له وخت وړاندې زېږون لامل کېږي. په هغو شرايطو کې چې مور په شکر او یا د ويني پر فشار اخته وي، د ماشوم د ایستلو يواځينۍ لار د مور نس دى او له دې لارې پرته ماشوم زېږون ډېرې ستونزې رامنځته کوي او مور او جنین دواړه ګواښي. هغه ماشومان چې له وخت څخه مخکې پيدا کېږي باید د یوې اوږدې مودې لپاره د روغتیايي مراقبتونو تر څار لاندې وي.