ژباړه: شپنه سلګۍ
ډېری وخت د ژمي په وچ موسم کې د هماليا په غرنۍ سيمه کې زلزله واقع کيږي، د جيولوجيستانو په نظر دا د اوبو د کتلې د فشار يو احتمال دی. د ډېر ورښت په وجه د وچې پورې اړ تختو (قاره ايز تختو) په سر اوبه وزن جوړوي او دې سره د زلزلې خوځښت تر فشار لاندې راولي. د دغې نظريې څخه معلوميږي چې ممکن ډېر ورښت د زلزلې اغيزه زياته کړي.
همدارنګه په نېپال کې ټول درج شوي اسنادونو ښودلې ده، چې په نورو باراني موسمونو کې څلويښت سلنه کمې زلزلې شوي، نظر د ژمي موسم ته. دغه جيولوجيستانو مختلفې قوي زلزلې په نظر کې ونيولې، کوم چې د کال په مختلفو وختونو کې منځ ته راغلي. په دې ډول څېړونکو وښودله چې په اوړي کې 63 فيصده کمې زلزلې شوې دي.
د هيماليا په ساحه کې د دغه وخت په جريان کې، چې د ورښت وخت دی، کمې زلزلې منځ ته راغلي، ځکه چې دغه ساحه د وچې (قاره یيزې) تختو (Kontinentalplatten) تر منځ پرته ده او دلته هندي تخته (Indische Platte) د اويراسيايي تختې (Euarsische Platte) لاندې پورې وهل کيږي. د زلزلې څېړونکی بولينګېر Bollinger او د دې همکاران په دې عقيده دي، چې د اوبو د کتلې فشار د تختو خوځېدنه او د ځمکې ټکر منځ ته راولي. خو د څېړونکو په نظر کله چې په پورتني تختې زيات وزن بار شي، کېدی شي چې دغه تخته لږ څه ښه وښؤييږي.
يوه انتخابي ښودنه دا ده چې د اوبو اغيزه د زلزلې تقويه کوونه ځنډوي: دا په دې مانا چې د باران اوبه د ډبرو د درزونو له لارې د تختې تر پولې پورې تقريباً لس کيلومتره ژور ننوځي او هلته يوه غوړه طبقه جوړوي، کوم چې هلته تخته ډېره ښه ښوئيدلی شي. د څېړونکو په وينا بيا هم دغه اوبه شپږ مياشتې غواړي چې د ځمکې طبقې څخه تېر شي، کوم چې ددې اغيزه په ژمي کې ښکاري.
خو پولينګېر دغه دوهمه نظريه غېر احتمالي ګڼي. ددې په نظر دا يو لوی تصادف کېدی شي چې دغه دننه تلونکي اوبه دقيق هغه وخت خپل ځای ته رسيږي، کوم چې اکثراً په ژمي کې زلزله منځ ته راځي. دلته کېدی شي چې د زيات ورښت په وجه تغير خوړونکی وزن د کلني وختونو د پاره د زلزلی فعالېدو يو علت اوسي.
الماني څېړونکو له خوا نه په پخواني څېړونو د الپ (Alpen) غرونو په ساحه کې د وروښتونو او زلزلې تر منځ اوچته فعاله اړيکه ښودل شوې ده. د زښت ډېر ورښت نه وروسته دغه څېړونکو نتيجه واخسته چې د ډبرو په درزونو کې د اوبو زښت ډېر فشار په وجه د ځمکې طبقې پورې وهل کيږي او سختې زلزلې منځ ته راولي.