ايا پوهېدئ چې د ګاز لرونکو نوشابو ډېر څښل هډوکي وراستوي؟

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د ګاز لرونکو نوشابو خوړل انسان له ډېرو خطرناکو ستونزو سره مخامخ کوي. له بده مرغه په مونږ کې داسې ډېر خلک شته، چې هېڅ مړۍ يې پرته له پيپسيانو يا ګازلرونکو نوشابو څخه نه اخلي.
خو ايا تاسې د ګاز لرونکو نوشابو له زيانونو خبر ياست؟
زه ډاډه يم،که له زيانونو يې خبر شئ،نو نور به يې څښکلو ته زړه ښه نه کړئ. دا زيانونه په لاندې ډول ښودل کېږي:
۱ـ ډېرى ماشومان او ځوانان د هډوکو له درده شکايتونه کوي، د هډوکو د درد او وراسته کېدو يو لامل د ګاز لرونکو نوشابو څښکل دي.
. ۲ـ د ساه بندۍ سبب کېږي، داسې چې د لنډ وخت لپاره مو ساه بنده شي.
۳ـ د زړه لپاره ښه نه ده. نو هغوی چې د زړه ناروغۍ لري، له خوړلو یې ډډه وکړئ.
۴ـ وزن زياتوي، نو هغه کسان چې غواړي خپل وزن کم کړي، او یا هم ورزشکاران دي، د ګاز لرونوکو نوشابو څښکلو څخه ځان وساتئ.
۵ـ زمونږ د بدن کلسيم کموي، مغزي فشارونه ډېروي. نو د کلسیم په کمېدو د هډوکو دردونه او وراسته توب پیلېږي.
۶ـ د نورو جدي ناروغيو سبب کېږي. د بېلګې په ډول: تنفسي ناروغۍ، د معدې ناروغۍ، او داسې نور….
اوس راځو دې پوښتنې ته ځواب وايو چې تر ټولو بده يا د انسان بدن لپاره ضرر رسوونکې نوشابه کوم رنګ ده؟
که مو غوښتل، چې نوشابه وڅښئ، نو په لومړي سر کې سپينه نوشابه غوره کړئ، ځکه هېڅ د مصنوعي رنګ درلودونکې نه وي،د هغه څخه وروسته بيا توره نوشابه ښه وي، خو زېړه نوشابه د انسان بدن لپاره تر ټولو ډېره ضرر رسوونکې نوشابه ده، ځکه مصنوعي رنګ لري.
په ټوله کې نوشابې يو چاغونکى څېز دی، چې هډوکو ته زيان رسوي. نو کوښښ وکړئ په تجارتي اعلانونو پسې ونه ګرځئ، او خپل صحت ته مو پام وکړئ.