د شیدو د څښلو وخت؛ په اړه یې څو نورې خبرې

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

شيدې په لومړي ځل د شرق په اوسط کې هغه وخت د انسانانو لخوا وکارول شوې، چې انسانانو حيوان اهلي کړ .انسانانو د غوا شیدې وڅښکې او په خوند یې خبر شول.
کله چې نړۍ د پرمختګ په لور روانه شوه، نو انسانانو وغوښتل چې شیدې په بوتل کې تولید کړي، د شيدو ورځ په 1878 کال کې هغه مهال په نړۍ کې وټاکل شوه، چې په لومړي ځل شيدې په بوتل کې توليد شوې. دا ورځ په ځينو هیوادونو کې لمانځل کېږي.
شیدې یو لوړ غذایي ارزښت لري چې په عمومي توګه، له ۹۰ تر ۸۰ سلنه پکې شحمیات، پروټين، لکتوز، منرانونه او ویټامینونه لري. نو په ځانګړې توګه هغه کسان چې ورزش کوي، د شیدو څښکل دې خپل عادت وګړځوي. او په همدې توګه د ماشومانو په ښې ودې کې د پام وړ برخه اخلي.
د شيدو څخه نور غذايي محصولات هم لاسته راځي، لکه: چکه،کورت،تروې،ايسکريم،پېروى،مستې،کوچ او داسې نور…. هند هغه هيواد ده، چې په نړۍ کې ډېرې شيدې توليدوي،او ورپسې بيا امريکا،جرمني او پاکستان دي.
خو ايا يخې شيدې هم لکه تودو شيدو په څېر هضمېږي؟
د دې پوښتنې ځواب نه ده، ځکه چې يخې شيدې په سمه توګه نه هضمېږي. او له بلې خوا چې شيدې ښې تودې شي، زنجبيل يا هېل ورسره ګډ شي، د روغتيا لپاره ښه نخسه ده.نو يخو شيدو څښکو ته زړه مه ښه کوئ.
بله اړينه خبره دا ده، چې کوم وخت شيدې څښکل ګټه لري؟
د شيدو څښکل د شپې لخوا ښه وي، ځکه د شپې لخوا زمونږ بدن فعاليت لږ وي، کلسيم په ښه توګه جذبېږي. نو هغوی چې غواړي، د یوه پیاوړي اندام او ښې روغتیا څخه برخمن شي د شپې لخوا دې مخکې له خوبه یو ګلاس تودې شوې شیدې وڅښکي. دا کار بله ګټه هم لري، او هغه دا ده، چې د کلسیم ښه جذب کېدو سره مونږ د شپې له خوا ښه خوب کوو.