ژباړه: نسیمه محمدي
مري ټرامپ د ډونالډ ټرامپ وراره په خپل کتاب (د ارواپوهنې زیانونه) کې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرامپ د نړۍ خطرناک انسان ونوموو.
د ټرامپ وراره، مري د تېرې سه شنبې په ورځ، يو کتاب خپور کړ، چې هڅه یې کړې د ټرامپ اروايي ستونزې او اغېزمنتیا تشخیص کړي.
د لیکوال په وینا، د پلار فشارونه او د ژوند په اوږدو کې د ژوند د مصوونیت فضا د دې لامل شوې، چې ډونالډ ټرامپ د نورو وګړو په پرتله د خپلو پایلو په اړه بې پروا اوسي.
نوموړي ټرامپ د نړۍ تر ټولو خطرناک کس یاد کړ.
مري ټرامپ د ډونالډ ټرامپ د مشر ورور “فرد جونیور” زوی دی، چې په ۱۹۸۱م کې مړ شو.
په داسې حال کې چې د مري ټرامب کتاب ممکن خپور شي، خو تر دې وړاندې سپینې ماڼۍ د جان بولټون د ” هغه کوټه چې هلته پېښه وشوه” کتاب خپرېدو، د ۲۰۲۰م د ټاکنو په درشل کې د ولسمشر ټرامپ د افشا په اړه خبر جوړونکې موضوع وه.
جان بولټون د کتاب په لومړۍ برخه کې، ټرامپ یو سست عنصر او سپینې ماڼۍ ته د تللو پر وخت د نورو څخه متاثر کس یادوي.
د کتاب د خپرېدو څخه د مخنیوي لپاره په محکمه کې د خپلوانو هڅې، د میراث د تقسیم د افشا کېدو څخه د مخنیوي په موخه لاسلیک شوی هوکړهلیک هم، نابریالی و.
د ” ډېر زیات او تل ناکافي” کتاب، چې په رسمي بڼه د جولای په ۱۴مې خپور شو، د خپرېدو مخکې د مخاطبانو له تود هرکلي سره مخ او د آمازون د ډېرو پلورل شویو په لومرۍ کرښه کې ځای ونیو.