په ژور خفګان اخته کسان د دغو چارو په سرته رسولو کې ستونزه لري

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی
ژباړه: صديقه پوپلزۍ

ژور خفګان/ ډېپرېشن یوه روحي ناروغي ده، چې په ټوله نړۍ او په ځانګړې توګه زموږ په هېواد کې زیاته لیدل کیږي. د ژور خفګان نښې هغه وخت په يو کس کې ليدل کېږي چې یو کس په متواتر ډول / دوه اونیو یا ډېری وخت خفه وي، نه يوه يا دوه ورځې.
د روغتیا پوهنې له نظره دا ناروغي هغه وخت منځته راځي، چې د چاپېریال او حالاتو سره د انسان د توافق توان کم / له منځه لاړ شي. نو له همدې امله کوم کسان چې ژور خفګان لري د ځینې کارونو ترسره کول ورته سخت وي لکه:
ـ حمام کول/ حمام ته تګ؛ کوم وګړي چې دا ناروغي لري ځانته پاملرنه نه کوي او نه پاکي ته دومره لېوالتیا لري، ځکه فکر یې نه وي او نه هم ورته مهمه وي.
ـ کله يې وېښتان اوږده وي يا لنډ که بیخي ورته مجبوره نشي، وېښتان نه ږمنځوي همداسې خپل حالت کې وي.
ـ سهار کله چې له خوبه پاڅېږي تر ډېره پوري خپل د خوب ځای کې وي او زړه یې نه غواړي چې پاڅېږي او خپل تخت/خوب ځاى منظم کړي، همداسې تر ډېره ویده وي، ځکه نورو شیانو ته لېوالتیا نه لري.
ـ کاري ایمېلونو چک کول هم ورته ستونزمن دي، ځکه دوی نشي کولای د هر څه په هکله فکر وکړي، غواړي یو ځای ګوښه له هر څه او هر کار لري اوسي.
ـ په محفلونو او جشنونو کې نه غواړي ګډون وکړي، که يې کړي ډېر په سختی سره، ځکه د ټولو منځ کې اوسېدل ورته سخت وي او وخت هم ورباندې نه تېرېږي.
ـ بازار ته نه ځي او تل کور کې اوسېږي.
ـ که څوک زنګ ورته ووهي ډېر لنډ ځواب ورکوي، نه غواړي چې ډېرې خبرې وکړي ځکه دوی په دې حالت کې ډېر کم حوصله وي له همدې امله نشي کولای چې خبرې وکړي.
ـ لکه څنګه چې د ځان په فکر کې نه وي همداسې د کور د پاکارۍ په فکر کې هم نه وي، پاکي او ناپاکي ورته اهميت نه لري.
ـ پخلې نه خوښوي، ځکه کله څوک دا ناروغي ولري اشتها یې ښه نه وي او ټنبل/ سست وي، نو ځکه خواړه نه پخوي او یا په ډېرې ستونزې سره دا کار کوي.