راپور: نسيمه محمدي
پاول ډوروف، د ټلګرام بنسټګر اعلان کړې، چې د نوموړي پيام رسوونکي ته د نويو کارونکو راتلل د پام وړ زيات شوي دي.
د اسپوتنيک په حواله، ډوروف په خپل ټلګرام اکونت د حرفې په بريا وياړ څرګند کړى دى. نوموړي زياته کړه، چې ممکن پخپله دى او لارويان يې”د بشر په تاريخ کې د ستر ډېجيټالي کډوالۍ شاهدان واوسي.”
د ډوروف په وينا، د ټلګرام محبوبيت د دې لامل شو، چې د دوو هېوادونو د مشرانو اکونټ په کې فعال شي; رجب طيب اردوغان د ترکيې ولسمشر او جاٸر بولسونارو د برازيل ولسمشر. دوى د هغو ولسمشرانو لېست ته ور زيات شول، چې وړاندې يې په ټلګرام کې رسمي ادرسونه درلودل. موږ د مکسيکو، فرانسې، اوکراين، ازبکستان، تايوان ولسمشرانو او همدارنګه د سنګاپور، اتيوپيا او اسراٸيل د لومړي وزيرانو په اړه غږېږو.
ډوروف وويل:
“موږ وياړو چې سياسي رهبران او ستر سازمانونه_ د ناسمو اطلاعاتو او د مهمو موضوعاتو د خپراوي په اړه، په ټلګرامي ټولنو باور کوي.”
نوموړي ټلګرام د مخاطبانو سره د رهبرانو د افکارو شريکولو يوازنۍ د باور وړ لار وبلل، ځکه دا آپ د کاروونکو د منځپانګې د ښکاره کولو لپاره د الګورېتم څخه کار نه اخلي.
د جنورۍ په دولسمه ډوروف وويل، چې يوازې په دريو ورځو کې ٢٥ مېليونه نوي کاروونکي ټلګرام سره يو ځاى شوي دي. دا د تېر کال په پرتله د پام وړ زياتوالى دى.
په امريکا کې ټلګرام ته سختې لېوالتيا يو لامل دا هم دى، چې د امريکا او اطلاعاتي بنسټونو د ولسمشر ټرامپ ټول حسابونه په ټولنيزو رسنيو کې تړلي دي. پر دې سربېره، د parler، شبکه هم وتړل شوه. د تړل کېدلو په پيل پړاو کې، ټلګرام ته د بدلون لپاره اړيکې هلته پيل شوې.
ټلګرام ته د کاروونکو د تګ بل لامل، د واټس اپ نوى سياست و. د جنورۍ پر اتمه د دغه اپ لرونکو اعلان کړه چې دا اپ د فېسبوک شرکت د يوې برخې په توګه، له دې وروسته د کاروونکي راپور”د ټولې کورنۍ پروګرامونه” خپروي. ويل کېږي چې دا چاره د کاروونکي د ورځنيو عادتونو او سليقو د تجزيې او تحليل لپاره اړينه ده.