ژباړه: نسیمه محمدي
په کال کې زرګونه کسان د روغتیا پالانو کتنځایونو ته د خفګان د درملنې لپاره ورځي، چې په حقیقت کې د هغوی ناروغي خفګان نه وي. پنځه جسمي او روحي ستونزې چې په تېروتنه ژور خفګان تشخیص کېږي په دې مطلب کې تاسې ته درپيژنو، له مونږ سره واوسئ.
۱: بستري خفګانونه: په آمریکا کې یو د مروجه ډولونو ذهني اختلالاتو څخه دی او په ډېرې چټکۍ نوې مېندې د هورمونونو د بدلون په بڼه تر تاثیر لاندې نیسي، ددې ناروغۍ سم تشخیص د تداوۍ په برخه کې یو له مهمو ټکو څخه دی.
۲: ډېر فعالیت: کله چې د ډېر فعالیت خبره یادېږي لومړی څه مو چې ذهن ته راځي، ماشوم هلک ډېر فعالیت او انرژي درلودونکی دی چې نشي کولای یو ځای آرام کښېني مګر ډېر فعالتوب په ماشومانو کې نه تعریفېږي. هغه څېړنې چې آمریکایي روانشناسانو تر سره کړي ښودلي له هرو ۲۰ کسانو څخه یو کس د ۱۸ تر ۴۴ کلن په دې ناروغۍ اخته دی، نوې نجونې ډېرې فعالې دي که ډېر فعالیت ونلري هغوی نشي کولای په خپلو چارو تمرکز ولري او همدا د تمرکز کموالی د دې لامل ګرځي چې د خجالتۍ احساس وکړي، چې له څه مودې وروسته د خفګان لامل ګرځي.
۳: د تایراید غدې کم فعالیت: په مېرمنو کې د خفګان یو له عامو لاملونو څخه د شاهپرک په بڼه د تایراید غدې شتون دی، چې هورمون ترشح کوي چې د بدن په غړو تاثیر لري، تایراید غده په بدن کې د رکاب په شکل دی که ډېر هورمون تولید کړي د تایراید غدې ډېر فعالیت ورته ویل کېږي چې د قهرجنتیا او بې قرارۍ سبب ګرځي مګر که تایراید کم ترشح شي د تایراید کم فعالیت څرګندوي. هر څه چې په بدن کې کم شي د ستړیا او یواځېتوب احساس پیدا کېدو لامل ګرځي. هرو اتو مېرمنو کې یوه یې د تایراید غدې ستونزه پیدا کوي او نږدې ۶۰ سلنه ښځې د دې غدې له شتون څخه ناخبره دي که له زېږون وروسته د ستړیا احساس کوئ او کمه انرژي لرئ چېک اپ مو تر سره کړئ، تر څو د تایراید اندازه مو معلومه شي.
۴: مزمنه ستړیا: یو د خفګان له نښو څخه بې خوبي ده که چېرې کله د شپې په اوږدو کې د خوب په بستر کې د درد او ذهنې مشغولتیا له امله رنځ وړئ دا د مزمنې ستړیا اصلي نښه ده؛ یو څرګنده توپېر چې د خفګان او مزمنې سر دردۍ تر منځ شتون لري همدا ده چې په خفګان کې د چارو تر سره کولو شوق او لېوالتیا له لاسه ورکوئ مګر په مزمنه ستړیا کې هیله لرئ چې حتما به یې تر سره کوئ یواځې ډېر ستړي یئ.
۵: مېکروبي او باکتریایي ناروغۍ: د دې ناروغۍ پورې اړوند ناروغۍ د حشراتو د نېش دي چې ناروغي د بورلیا بورګدور فري باکتریا د نېش په واسطه منتقل کېږي او په کلنۍ توګه په آمریکا کې یو ملیون کسان د دې ناروغۍ سره لاس او پنجه نرموي. د دې ناروغۍ نښې نښانې سر ګنسي، خفګان، ذهني مصروفیت او درد دي که دا ناروغي سمه تشخیص نشي امکان لري چې دا شدید خفګان تصور شي په داسې حال کې چې د انتي بیوتیک په اخېستلو سره یې۷۵ سلنه درملنه کېږي.
سرچینه: آکسان پلاس