ژباړه او زیاتونه؛ ملیحه ناصري
د ژور خپګان نهه نښې
۱ – د خوب ګډ وډي: په ژور خپګان اخته کس د خوب له ګډوډۍ ځورېږي. کله بې خوبه وي، کله ډېر ویده کېږي یا هم سهار وختي پاڅېږي.
۲ – خرابه اشتها: اشتها یې سمه نه وي. یا ډېر خوري یا کم چې د چاغښت یا ډنګرېدا لامل کېږي.
۳ – نه تمرکز: پر ژور خپګان اخته کس سم تمرکز او د ژوند ساده پرېکړې هم نه شي کولی.
۴ – کمه انرژي: تل یې انرژي کمه وي، ځان ستړی او په تنګ احساسوي، ژور فکر نه شي کولی او د ژوند عادي چارې سمې نه شي سمبالولی.
۵ – بې تفاوتي او نه لېوالتیا: دا کسان د ژوند چارو سره لېوالتیا نه لري. خوښي توپیر نه ورته کوي. ان کېدی شي خپل واده شوی ژوند سمبال نه شي کړی (یو د بل غرایز نه شي اشباع کولی…).
۶ – پر ځان نه باور: دوی تل د خپلو ناکامیو او ماتو په اړه فکر کوي. ځان ملامت ورته ښکاري. دا جملې یې په مغزو کې ګردې ګرځي: (زه ناکام یم.)، (نړۍ څومره خراب ځای دی.)…
۷ – ناهیلي: څوک چې دا ستونزه لري، داسې انګېري چې ګېني په ژوند کې یې بیا ښه پېښه نه کېږي.
۸ – د حرکاتو بدلون: حرکات یې نامنظم وي، مثلا کېدی شي سهار وختي بې له کومې اړتیا راپاڅېږي او په کوټه کې ګرد وګرځي.
۹ – جسمي دردونه: دا خلک د دې پر ځای چې له خپل خپګانه خبرې وکړي، له سردردۍ او د معدې له خوږو کړېږي.
پر دې خلکو پوهېدل، چې رښتیا هم پرې اخته دي که نه، یو څه ستونزمن برېښي، ځکه فرهنګي توپیرونه دا چاره سختوي. په غربي هېوادونو کې په آسانه له احساساتو خبرې کولی شي، خو په شرقي هېوادونو کې د احساساتو پر ځای له نورو دردونو خبرې کوي. ښه به وي چې د درملنې په خاطر هم خپل همکلتوره کس ته ورشي.
لاملونه یې:
ژور خپګان په ځانګړو لاملونو پورې محدود نه دی. د ژوند ناخوالې، جسمي او نورې ستونزې یې لامل کېدی شي. دا هم امکان لري چې هېڅ ستونزه ونه لري، خو پرې اخته شي.
پوهان وایي کېدی شي لاندې عوامل پکې رول ولرلی شي.
- تروما: تروما یا په ماشومتوب کې روحي ضربه کولی شي په لویوالي کې د ژور خپګان لامل وي.
-
جنیتیک: یوازې د ژور خپګان په ډېرولو کې رول لرلی شي، نه په پیدا کېدو کې. غبرګوني ماشومان له جنیتیکي پلوه سل په سلو کې یو ډول وي، خو که چېرې یو یې پر دې ستونزه اخته شي بل یې نه کېږي.
-
ژوند بڼه: د واده شوي ژوند څرنګوالی، مالي اړخ او د اوسېدلو ځای کولی شي د ژور خپګان لامل شي. یا داسې هم کېدی شي چې ژور خپګان دا ټول ګډ وډ کړي.
-
روغتیایي ستونزې: ګډ وډ خوب، اوږدمهالې ناروغۍ، له حده وتلي کارونه کول…
-
نشه یي مواد: روږدي کېدل یې هم یو لامل کېدی شي.
څو درملنې:
طبي درملنه (د ژور خپګان ضد درمل کارول)؛
روحي درملنه (کورنۍ مرسته، د روغتیاپال مشورې، له خپل ځان سره خپله مرسته کول…)؛
ورزش کول او فزیکي تمرینونه؛
د ورځنیو چارو سم مدیریت؛
خپل ذهن، جسم او روح ته پام کول.
شرعي درملنې: دعا، توکل، عبادت، د قران کریم لوستل. د یونس ع دعا لوستل (لا اله الا انت سبحانک انی کنت من الظالمین — پرته له تا هېڅ معبود نشته، ته پاک یې، زه د ظالمانو له ډلې یم) د التوبه سورې نهه ویشتم آیة هم ډېر خوندور اغېز لري.