ډیپریشن یا ژور خپګان په نړۍ کې د بشري ناتوانۍ یو له لویو دلایلو څخه دی.
په امریکا کې په سلو کې لس او په افغانستان کې په سلو کې له پنځوسو زیات کسان د ډیپریشن ( ژورخپګان) له یوې بڼې ځوریږي.
خو دا چې دا یوه رواني ناروغي ده نو پرې پوهیدل او درک کول یې د فزیکي ناروغیو په مقایسه ستونزمن دي.
د ژورخپګان په اړه یوه لویه غلط فهمي ډیر کله په دې کې کیږي چې یو څوک د خپګان احساس کوي او که په ژور خپګان اخته دی؟
هر وخت هر څوک له بې چورتۍ او خپګان سره مخ کیږي، خو دا چې یو څوک ډیپریشن یا د ژور خپګان ناروغي ولري یوه جلا ستونزه ده او له عادي بې چورتۍ عادي خوابدۍ مختلفه ده.
ډیپریشن یوه طبي اختلال یا بې نظمي ده چې په اسانۍ څوک نه پریږدي.
ډیپریشن یا ژور خپګان لږ تر لږه دوه اونۍ دوام کوي او د یو کس په ورځنیو چارو، کاري وړتیا، لوبو او مینې اغیز کوي.
د افغانانو په څیر ټولنه کې ددې چانس ډیر زیات دی چې تاسو خپله، یا مو نژدې ملګری او خپلوان په ډیپریشن او ژورخپګان اخته وي.
دلته څو داسې لارې درسره شریکوو چې له مخې یې کولای شئ پر ژورخپګان له اخته ملګري او یا خپلوان سره مرسته وکړئ.
1- مرسته وکړئ چې مرسته تر لاسه کړي
هغه کسان چې په ډیپریشن ( ژور خپګان ) اخته وي، هیله او هڅه له لاسه ورکوي، ان د خپل وضیعت په اړه د مرستې تر لاسه کولو جرات او توان هم نه لري.
له داسې کسانو سره ستاسو تر ټولو لویه مرسته داده چې ویې هڅوئ څو د خپل ډیپریشن ( ژور خپګان ) په وړاندې مرسته تر لاسه کړي.
کیدای شي په نژدې سیمه کې ورته د یو ښه رواني ډاکتر یا مرستندویه تراپیست ادرس پیدا کړئ.
په دې اړه ورسره لیکل شوي کتابونه، مقالې او معلومات شریک کړئ او ویې هڅوئ چې باید له ژور خپګان څخه د وتلو لپاره طبي، او ټولنیزه مرسته تر لاسه کړي.
هغوی چې پر ډیپریشن ( ژور خپګان ) اخته وي دا لومړني ګامونه یې د رغیدو په برخه کې ټاکونکي دي.
2- ډاډ ورکړئ
که چیرې ستاسو پر ډیپریشن ( ژور خپګان ) اخته خواخوږی د شرم، ماتې او په ځینو مواردو کې د ګناه احساس کوي نو ډاډ ورکړئ چې ډیپریشن ( ژور خپګان ) یو روغتیايي ستونزه ده هماسې لکه ساه بندي، شکر او نورې ناروغۍ چې دي. ډاډ ورکړئ چې دا د دوی د جسمي، شخصیتي یا بل کومې کمزورۍ یا ملامتۍ نښه نه ده.
ډاډ ورکړئ چې دوی باید له ځان څخه دا تمه ونه لري چې له دې ناروغۍ په خپله خلاص شي. څومره ډیر چې ستاسو د رواني ستونزي او ناروغیو په اړه معلومات زیات وي او څومره ډیر کره او پر ځای معلومات چې له خپل په ډیپریشن ( ژور خپګان ) اخته خواخوږي سره شریک کړئ، هومره به مو ورسره ښه مرسته کړي وي .
3- د خپل دوست او خپلوان ستونزه کم اهمیته مه ګڼئ.
که چیرې مو خپله ډیپریشن ( ژور خپګان ) نه وي تجربه کړی نو د خپل ملګري او خپلوان ژورخپګان او ډیپریشن له هغه څه سره مه مقایسه کوئ کله چې تاسو یو څه بې چورته او خپه وئ.
داسې کول د هغه پر روان لا ډیره ناوړه اغیزه کولی شي. ښه داده چې ستونزه یې درک او په هواري کې یې ورسره مرسته وکړئ.
4- هڅه وکړئ د ډیپریشن سره تړلی خجالت لرې کړئ.
ان که تاسو د ډیپریشن ( ژور خپګان ) په اړه پرانیستې او څرګندې خبرې هم وکړئ له هغو سره چې له دې ستونزې سره مخ وي مرسته کوئ. د بېلګې په توګه هغوی چې د ځان وژنې په اړه فکر کوي ورسره د ځان وژنې د ګډوډو فکرونو په اړه پوښتنې په واقیعت کې د هغوی د ځان وژنې خطر کموي.
د رواني ناروغیو په اړه په ښکاره خبرې کولې ددې ناروغیو په اړه ټولنه او افرادو کې موجود شرم او حجالت هم له منځه وړي او هغوی سره چې له رواني ناروغیو کړیږي مرسته کوي چې د مرستې غوښتنه وکړي.
او هغوی چې د رواني ناروغیو له کبله د مرستې په لټه کیږي د رغیدو چانس یې ډیر زیات دی.
5- بحث او خبرو ته دوام ورکړئ.
دا چې د ژور خپګان یا ډیپریشن نښې ډیرې څرګندې نه وي، نو سخته ده چې د ځینو خلکو له لیدو په اسانه پوه شئ چې په ډیپریشن اخته دی.
ګڼ خلک ظاهرا روغ ښکاري خو په عین حال کې له ډيپریشن څخه رنځیږي. دا چې ستاسو په ژور خپګان اخته دوست یوه ورځ ښه ښکاري دا په دې معنی نه دی چې هغه له ډیپریشن راوتلی. هڅه وکړئ له هغوی سره په رغیدنه کې خپلې مرستې او ملاتړ ته دوام ورکړئ.