راټولونه: شپنه سلګۍ
هغه څوک چې وزن یې زیات وي یا خېټه لري، نو دا نسخه دې سمه په لیکل شوې ترتیب دقیقاً عملي کړي. د الله پاک په فضل به یې په میاشت کې هغه کم وزن ۵ کیلو ختم شي. دغه مجربه نسخه صرف په سم ډول عملي کول غواړي.
د نسخې پرهیز
له خوږو خوړو څخه به ځان ساتئ، لکه چاکلیټ پلمیټ شکولاتات او د هر بازاري او داسې نور. د یوه وخت په خوراک کې به وريژې او ډوډۍ دواړه نه خورئ. یا به ډوډی خورئ او یا وريژې.
د نسخې مواد
دوه دانې لیمو، د اوږې دوه پلي او د د دوو خرماوو په اندازه تازه زنجبیل (ادرک) او درې کاچوغې د مڼې سُرْکَهْ به یو ځای د جوس جوړولو په ماشین کې سره ګډ کړئ چې شربت شي وروسته به یې له یو لیتر اوبو سره ګډ کړئ. بیا به دا اوبه هره ورځ یو ګلاس ماښام، له خوراک څخه وروسته او له خوب څخه یو ساعت مخکې څښئ!
نوټ
دغه نسخه په تجربه رسېدلې ده او د فشار مخنیوی هم کوي. هغه څوک چې شکر لري، هغه هم ورسره کنترولېدای شي، همداراز د بدن وینې ته جریان ورکوي. له دې نسخې سره کوشش وکړئ چې سهار له ناشتې وروسته یا مخکې نیم ساعت پلي تګ وکړئ!
Comments are closed.
لیمو سره پوستکی یا صرف د لیکو اوبه
بله سرکه په کومه کاچوغه؟