د دارلامان اداري کمپلیکس؛ یوه تاریخي زیربنايي پروژه

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

د دارالامان اداري کمپلکس چې یکشنبې په ورځ یې د ولسمشر اشرف غني لخوا د ابادۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه هغه سیمه ده چې کابو سل کاله وړاندې د چهاردهي خلکو د کرنې مځکې وې او غازي امان الله خان تر د دولتي ملکیتونو د ابادۍ لپاره راونېولې.
یاد کمپلکس چې د کابل لويدیځه برخه کې موقعیت لري لومړنی اداري بې ساری کمپلکس دی چې د کابل په بیلابیلو برخو کې به خورې ورې دولتي ادارې یوځای ته راټولې کړي.
ولسمشر غني چې په همدې مناسبت یې جوړې شویو مراسمو ته خبرې کولې وويل : اوس مهال ډېری دولتي ادارې د کابل په بیلابیلو برخو کې دي چې د کابل اوسیدونکي یې له ګڼلو ستونزو سره مخ کړي. د نوموړې په وینا د دې اداري کمپلکس په جوړېدو به ۳۱ دولتي ادارې چې ۱۸ وزارتخونې هم په کې دي، د کابل لویدیځې څنډې ته ولیږدول شي.
ددې اداري کمپلکس په رغونه ۱۲ میلیارده افغانۍ لګښت راځي ، او دا چاره به په دوو پړاوونو کې ترسره شي.
د افغانستان ښار جوړونې سرپرست وزیر سید منصور سادات نادري په وینا، دا معیاري او ستندرد کمپلکس به په ۵۰ هتکاره ځمکه کې جوړ شي چې د افغانستان لپاره به د زیربنايي بنسټونو په جوړولو کې یو تاریخي اقدام وي.
د دارلامان د اداري کمپلیکس د جوړویدو او ورته د یو شمیر دولتي ادارو د لېږد پریکړه د تیر کال د افغانستان د کابینې له خوا تصویب شوه. د رغونې لومړنۍ چارې یې د خطیب العالمي شرکت ته سپارل شوې دي.
ولسمشر افغانانو ته ډاډ ورکړ چې، د ټولو وزارتونو ظرفیت او اړتیا ته په کتو به په معاصرې او معیاري بڼې دغه سیمه ډيزاین کړي چې د کیفیت او خوندیتوب له پلوه به په نړیوال سټنډرونو برابره وي.

دا چې اداري چارې په نړۍ کې عصري شوي، کمپیوټرایز شوي، د افغانستان پخوانۍ ادارې ودانۍ تر ډیره له معاصر سیستم له عملي کیدو سره ستونزه لري.
ددې نوې کمپلیکس جوړیدل به ادارو ته ددې اسانتیا هم برابره کړي چې خپلې چارې په معاصر اداري سیستم او نوې ټیکنالوژۍ عیارې کړي.
همدارنګه د ښار په بېلابیلو برخو کې به د ګڼې ګوڼې په کمیدو کې هم مرسته وکړي.

د خطیب العالمي شرکت مرستیال رمضان الحرب ویلي غواړي، ددې مهمې پروژې په عملي کولو د افغانستان په بیارغونه کې مثبت رول ولوبوي. نوموړې زیاته کړې موږ ددې سیمې پخوانی ماسټر پلان ارزوو، وده ورکوو او په نړیوالو معیارونو ورته نوې ماسټر پلان جوړوو.

د څو دولتي ادارو لپاره د یو معاصر کمپلیکس د جوړیدو طرحه او په دې برخه شوې اقدامات د ستاینې وړ دي. خو اوس مهمه داده چې دا ستره پروژه هماسې چې چارواکي یې وايي، له ټاکلي پلان سره سم عملي شي، او په افغانستان کې د ګڼو نورو هغو پروژو په برخلیک اخته نه شي چې طرحې یې جوړې شوي، پرانیستل شوې، ابتدايي لګښتونه هم پرې شوې، خو بشپړې شوې نه دي، او لا هم نیمګړې پرتې دي.