نن سبا د کابل ښار په سويل لويديځه څنډه کې يوې دنګې ودانۍ د خلکو پام ځانته را اړولی چې د هر ليدونکي سترګې بريښوي او د يوه سيمې د ښايست او مدنيت تصوير وړاندې کوي.
دا هغه ماڼۍ ده چې په ۱۹۲۰ ميلادي کال کې غازي شاه امان الله خان ورغوله چې دوه ويشتو آلماني انجينرانو او اوه سوه افغاني کارکوونکو پکې کار کاوه.
دا ماڼۍ په داسې بڼه جوړه شوه چې ۱۵۰ خونې يې درلودې او ډيره ژر د نړۍ د اوياوو مډرنه(عصري) ودانيو په کتار کې راغله.
امان الله خان په افغانستان کې د جدي اصلاحاتو غوښتونکی،علم دوسته، ژمن او په پوره مانا د خپل هيواد ريښتينی خادم وو د هغه تر ټولو ستره هيله دا وه چې خلک يې د فکر ملاتړي وي او د هيواد په خپلواکۍ او پرمختګ کې د نوموړي د ارادی پلوي وکړي.
د ماڼۍ له جوړېدو وروسته امان الله خان له خپلې کورنۍ سره يو ځای په ياده ماڼۍ کې مېشت شو خو د ژوند دغه خوږوالي او ارامښت يې پوره دوه کاله هم دوام و نه کړ، وحشتونو او د روزګار ګډوډيو د دوو کلونو په جريان کې د دارالامان ماڼۍ له امان الله خان او امان الله خان يې له افغانستانه واخيست.
په ۱۳۵۸ کال هغه مهال چې د حفيظ الله امين د حکومتولۍ دوره وه د دې ماڼۍ ځينې برخې په اور وسېځل شوې خو لا پر خپل ځای ولاړه وه او خپل قوت يې خوندي ساتلی وو.
تر هغې چې په ۱۳۶۸ کال کې د شهنواز تڼي د کودتاه پر مهال د بمونو او راکټونو له تاړاکه دا دنګه او کلکه ماڼۍ پر ملا ماته او کږه شوه، خو د دې ماڼۍ پر تابوت وروستی مېخ هغه مهال ټکوهل شو چې کابل د وحشت ناکو کورنيو جګړو د ترخې تجربې شاهد وو.
له دې سره دارالامان چې د سولې، ارامښت، ښکلاګانو او د افغانستان د مدنيت او علميت نښه وه د ارواګانو او دوزخ پر کور بدله شوه.
يواځې د دارالامان ماڼۍ نه ده چې د جنګ ځپلي او کړيدلي کابل ريښتينی انځور وړاندې کوي بلکه د دې ښار هره برخه د ويجاړۍ او د روزګار د سختۍ يوه نښه ده.
د دارالامان ماڼۍ پر ځمکه د وحشتونو انتها، د دې خلکو کرکجن او زړه بوږنوونکی تاريخ او دې ته ورته ډېر نور ترخه يادونه په زړه کې پټ ساتلي.
د دارالامان ماڼۍ يوازې د ځمکې يوه ټوټه، او وحشت نړولې يوه ماڼۍ نه ده بلکه د يوه دردوونکي تاريخ سرليک، د ازادۍ پر وينو لړل شوې هديره او د امان الله خان د علميت او مدنيت هغه فرياد دی چې لا تر اوسه په ژونديو ذهنونو کې انګازې کوي.
د دې ماڼۍ تر سيوري لاندې ډېر خواږه يادونه هم شته لکه د مدنيت آغاز، د ازادۍ زيری، د ژوند کولو اراده، د ښکلاګانو ګواه او د هغه قمري اواز چې د پسرلي د راتګ زيری له ځانه سره لري.
هغه ويجاړۍ چې په دې ودانۍ کې ليدل کيږي نه د کمونستانو له امله رامنځته شوي چې هغه مهال په کورنيو جګړو کې بوخت وو او نه هم د روسانو د حملو له وجې، بلکه دا ودانۍ مجاهدينو ورانه کړې چې په ۱۹۸۰ کال کې روسانو ته په ماتې ورکولو بريالي شول.
د دارالامان ماڼۍ شاوخوا يوه پېړۍ په کنډوالې بدله وه او وېره پکې خپره وه چې ان چا يې ورتګ ته هم زړه نه ښه کاوه خو د افغانستان د ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني د حکومت په وروستيو کلونو کې د يادې ودانۍ د بيارغاونې تکل وشو او ولسمشر محمد اشرف غني غوښتل د هيواد د خپلواکۍ سلمه کاليزه د دارلامان په ماڼۍ کې ونمانځي.
د دارالامان ماڼۍ بيارغاونه په دوو کلونو کې د شپاړس ميليونه ډالرو په لګښت بشپړه شوه چې ګڼ شمېر افغاني انجينرانو او کارکوونکو پکې کار کاوه.
بلاخره د افغانستان د ښکلا او خپلواکۍ دا دنګه ماڼۍ د شاه امان الله خان لور هنديه په ګډون او ولسمشر محمد اشرف غني له خوا د اګسټ په يوويشتمه پرانيستل شوه او د خپلواکۍ د سلمې کاليزې نمانځنه پکې وشوه.