هر ځای سیلفي اخیستل مو په مرګ ګواښلی شي

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

سیلفي عکسونه که له یوې خوا یو لوی سهولت ګرځیدلی او په اسانه خلک په دې وسیله فردي او ډله ییز عکسونه اخیستی شي، له بلې خوا یو خطرناک ګواښ هم دی.
د څېړنې بایلې
د امریکا په یوه مجله کې، چې د کورنیو او ټولنیزو اړیکو په تړاو خپریږي، یوه تازه نشر شوې څېړنه څرګندوي چې د ټولنیزو رسنیو؛ په خاص ډول د انسټګرام شبکې لسګونه مینه وال او کارونکې د نړۍ په مختلفو سیمو کې د سیلفي عکسونو د اخیستو پر وخت مړه شوي.

maxresdefault 3 هر ځای سیلفي اخیستل مو په مرګ ګواښلی شي
دا نجلۍ له دې سیلفي وروسته ونه توانیده چې ، نور سیلفیان واخلي ځکه ددې لوړې ودانۍ د پاسه یې توازن له لاسه ورکړ او ولویده، تر روغتون ژوندۍ ونه رسیده.

د څېړنې له مخې، سیلفي عکس اخیستل په لومړي ځل له ۲۰۱۱ میلادي کال راهیسې د انسان د مرګ د یوه عامل په توګه ثبت شوی.
تر۲۰۱۷ پورې د دا ډول عکسونو د اخیستو له کبله تر۲۵۹ پورې کسان په نړیواله کچه د سیلفي اخیستو پر وخت مړه شوي.
البته دا هغه ارقام دي، چې تراوسه ثبت شوي.
ګومان کیږي، چې دغه ارقام به تر دې هم زیات او لا نور لړزونکي وي.
30u65w6 هر ځای سیلفي اخیستل مو په مرګ ګواښلی شي
دې ځوان هڅه کوله له توفاني بړبوړکۍ سره سیلفي واخلي. دې هڅه کې کامیاب شو، خو څو ثانیه وروسته بړبوړکۍ له ستونې تیر او وواژه.

د سیلفي اخیستو په اړه د دې څېړنې ترسره کوونکې ډلې د سیلفي اخیستو پرمهال رامنځته شویو مرګونو ته “د سیلفي په وسیله ځانوژنه” نوم ورکړی.
سیلفي اخیستو مخکې هم خلک وژل، خو د ټولنیزو شبکو له پراختیا سره یې د رامنځته کیدونکو تلفاتو کچه ډېره لوړه شوې ده.
یوازې په تېرمیلادي کال کې د سیلفي اخیستو پر وخت د وژل شویو کسانو شمېر ۹۳ تنه ثبت شوی دی.
img up instrk selfie final mr هر ځای سیلفي اخیستل مو په مرګ ګواښلی شي
دا درې تنه د یوې کورنۍ غړې وې، له یو اورګاډې نیمه وتلې سیلفي یې واخیست ، خو له مقابل لورې راروان اورګاډي د ژوند د نورو سیلفیانو فرصت ورنه کړ

د مرګونو سیلفیانو خطرناک موقعیتونه
له لوړپوړو ودانیو، سیندونو، سمندرونو، د ریل پټلۍ، عمومي سړک او ورته نورو سره سیلفي اخیستل په عام ډول ډېرخطرناک او د مرګ د ګواښ رامنځته کوونکي دي.
د دې ترڅنګ په اوبو کې د لمبا، له نقلیه وسیلو، وحشي حیواناتو، د ټوپک د ډز او نورو پر وخت هم سیلفي اخیستل خطرناک کار دی.
ثبت شوي ارقام څرګندوي، چې د سیلفي اخیستو څلورمه برخه قربانیان په تصادفي ډول او پاتې نور د بې احتیاطۍ له کبله مړه شوي دي.
هند، روسیه، امریکا او پاکستان یو په بل پسې هغه هېوادونه دي، چې د سیلفي اخیستو پر وخت د مړو شویو قربانیانو لوړه کچه ورپورې تړلې ده.
3644522900000578 3690165 image a 44 1468501921224 هر ځای سیلفي اخیستل مو په مرګ ګواښلی شي
سیلفي عکس اخیستل په 2011 م کال کې د انسان د مرګ د یو عامل په توګه ثبت شول

په دې هېوادونو کې د سیلفي اخیستو پر وخت د وژل شویو کسانو عمر په اوسط ډول ۲۳ کاله و.
د دوی ۸۱ سلنه برخه نارینه وو.
څنګه د سیلفي اخیستو پر وخت له مرګه ځان وژغورو؟
څېړونکو په دې اړه د خپلو څېړنو په پایلو کې ویلي، چې سیلفي اخیستل له لویه سره په متفاوتو خطرناکو سیمو کې یوه تېروتنه او بې ځایه عمل دی.
دوی ټینګار کوي، چې په غرونو، طبیعي ښکلاوو او نورو متفاوتو او خطرناکو سیمو کې باید له سیلفي اخیستو ډډه وکړي.
دوی د هېوادونو له چارواکو غواړي، چې په یادو سیمو کې د سیلفي اخیستو د منع کولو قوانین تطبیق کړي.