ژباړه: نسیمه محمدي
یو نارینه خوښوي مېرمن یې دا ټکې وپېژني
۱ – ما وستایه.
۲ – پوهېږم چې تل راسره هم نظره نه یې او ځينې پرېکړې مې نه خوښوې، خو تل ټینګار وکړه چې مینه راسره لرې او مېئنه یې راباندې.
۳ – هڅه وکړه زما مهمې اړتیاې پوره کړې، لکه جنسي اړتیا او صداقت.
۴ – څرنګه چې یم، قبول مې کړه. د بدلولو هڅه مې مکوه.
۵ – داسې چلند راسره وکړه، چې احساس کړم، بې جوړې یم. کله کله سړی وړوکی ماشوم شي.
۶ – که غواړې خبرې راسره وکړې، لومړی له ما پوښتنه وکړه، چې ورته جوړ یم که نه. که نه یم، نو ټینګار مه کوه.
۷ – موږ سړیان کله کله خپلې دنیا ته پناه وړو. لږ ماته وخت راکړه، چې له خپلې نړۍ را بهر شم؛ هغه وخت پخپله ستا په لور درځم.
۸ – کله چې ګنګس او سربداله یم، نو راتهمه وايه چې څه باید وکړم. کله چې په دغه حالت کې یم، هڅه وکړه، په یوه طریقه ما مناسب لوري ته وګرځوې.
۹ – هېڅکله ما د نورو مېړونو سره مه پرتله کوه.
۱۰ – دنده مې راته مهمه ده او اړتیا ورته لرم. کله چې له خپل کار رضایت ولرم، د نورو څيزونو په اړه هم ښه احساس لرم.
۱۱ – درک کړه چې د ارامتیا تر لاسه کولو لپاره باید ټلویزیون وګورم، خصوصا د خپلې خوښې لوبه.
۱۲ – درک کړه چې ډېر خوښوم، کله کله د کوروالي لپاره ته را وړاندې شې.
۱۳ – هڅه مکوه د ټولو هغو چارو لپاره چې ترسره کوم يې، پوښتنې وکړې او توضیح وغواړې. قضاوت ته مې درناوی کوه.
۱۴ – مور، پلار او کورنۍ ته مې درناوی لره.
۱۵ – کله چې غوسه وم، هڅه وکړه زغم ولرې.
۱۶ – هېڅکله داسې مه انګېره د هغه څه په اړه چې درته وایم، له وړاندې مې فکر کړی دی. نو مه مې رټه، چې ولې زما خبرو په غوسه کړې یې.
۱۷ – زما او د خپلې کورنۍ او ملګرو ترمخ مې بد مه وایه.
۱۸ – ډېری مسایل چې زما او ستا ترمنځ تېرېږي، محرمانه دي؛ نباید نور ترې خبر اوسي.
۱۹ – کله چې په توقع لرونکې بڼه خبرې کوې، له دې پرته بل څه نه اورم، چې په کافي اندازه ګټور نه وم او ستا په راضي کولو کې ناکام یم.
۲۰ – تر هغه وخت چې مې په مستقیمه توګه د لارښونې غوښتنه نه وي کړي، یانې د هېڅ ډول لارښونې غوښتونکی نه یم. نو که لارښونې راته کوې احساس کوم، چې په زحمتوې مې.
۲۱ – له تا هیله لرم هر څه چې غواړې له ما یې وغواړه؛ ځکه په غریزي ډول مې ستا غوښتنې په یاد نه پاتې کېږي.
۲۲ – په یاد ولره، خوښوم، ځانګړي شخصي کارونه ولرم، چې زما تر واک لاندې وي.
۲۳ – خوښوم زیاتره هغه چارې درته ترسره کړم، چې پخپله مې ټاکلي وي، نه دا چې په کولو یې اړ شم.
۲۴ – که کله درڅخه واټن نیسم او بې پروا کېږم، داسې فکر مکوه، چې راته ګرانه نه یې، بلکه دا بې پامي شاید د دې نښه وي، چې زیات فشار او خفګان سره مخ یم.
۲۵ – که مې جنسي اړیکه کې رضایت تر لاسه شي، نو هر ډول عصبي فشار او زړه تنګون چې لرم، له منځه به لاړ شي.
۲۶ – موږ نارینه یوازې د جنسي اړیکې غوښتونکي نه یو، بلکه د مینې غوښتونکي یو او یوازېنۍ لار چې خپله مینه پرې څرګندولای شو، همدا جنسي اړیکه ده.
۲۷ – کله چې د جنسي اړیکې لپاره زما سره لېوالتیا ښيې، دا یانې زما منونکې یې او په ما باور لرې. په دې ډول د قدرت احساس کوم.
۲۸ – که «نه» ونشم ویلای، احساسوم چې د حکم لاندې یم. کله چې د «نه» ویلو خپلواکي ولرم، د «هو» ویلو احتمال مې زیاتېږي.
۲۹ – کله کله سره جګړه او دعوا کوو؛ دا هر څه طبیعي دي. خو خپلو خبرو ته پام کوه او هېڅکله فکر مکوه، چې راته ګرانه نه یې.
۳۰ – څرنګه چې ته د ګُل اخیستلو لېواله یې، زه هم خوښوم څو ساعته د ملګرو سره خوښ اوسم؛ خو ډاډه اوسه، چې په خورا زیاتې انرژۍ سره بېرته تاته راستنېږم.
۳۱ – اړینه نه ده ټولې چارې په ګډه ترسره کړو. که زه وغواړم ټلوېزیون وګورم او ته سینما کې فلم ليدل، نو ښه ده چې دواړه د خپلې خوښې فعالیت ترسره کړو.
۳۲ – دا حقیقت ومنه چې زه ذهن لوستونکی نه یم. نو که اړتیا او غوښتنه لرې راته ووایه.
۳۳ – کله کله مې ناڅاپي غېږ کې ونیسه او مینه راکړه.
۳۴ – هېڅکله مې د جنسي اړیکې په وخت مه رټه.
۳۵ – پوهېږم مور مې نه یې، خو خوښوم چې کله کله ماشوم شم او ته مې غوښتنې پوره کړې.
۳۶ – هېڅکله دا فکر مه کوه، چې زه بشپړ او بې عیبه انسان یم. خو پوه شه ټوله هڅه مې کوم ستا د ژوند اتل اوسم.
۳۷ – هر وخت ما د خپلې خوښۍ، سکون سرچینه مه ګڼه. کله هم باید د ځان لپاره خاوند/ مېړه اوسې.
۳۸ – په یاد ولره، چې زه پر قوي، پیاوړې او خپلواکې مېرمنې مين یم، نه وابسته او اړمنې مېرمن.
۳۹ – هېڅکله مې له چوپتیا غلطه معنا مه اخله. چوپتیا مې ستا په وړاندې د بې پروايۍ نښه نه ده، بلکه په اصل کې غواړم ووایم:« تر اوسه لا نه پوهېږم څه ووایم. خو په اړه یې فکر کوم.»
۴۰ – کله چې په خپلو سوچونو کې ډوب تللی یم، هڅه مه کوه انتقاد وکړې، ماته حللاره مه راښیه، له ما د احساساتو څرګندول مه غواړه، په حال مې افسوس مه خوره. یوازې ماته وخت راکړه.
۴۱ – کله انګېرې درڅخه لرې شوی یم. دا چاره طبیعي ده ځکه زه خپلواکۍ ته اړتیا لرم. خو له ځنډ پرته ستا په لور راځم، ځکه ستا مینې او صمیمت ته اړتیا لرم.
۴۲ – احساسات دی زما سره شریک کړه، مه پرېږده چې انبار شي او چاودنه وکړي.
۴۳ – دا راته ډېره مهمه ده چې په نارینتوب او پیاوړتیا مې باور ولرې او پوه شې، چې د ستونزو له بار وتلای شم.
۴۴ – زما د ودې او بدلون لپاره هڅه وکړه. دا په دې معنا نه ده چې ما ورټې، زه د ژوند ملګرې غواړم، نه نیوکه کوونکې.
۴۵ – خوندور خواړه راته پاخه کړه، د دې سره د زیاتې مینې احساس کوم.
۴۶ – ماته اجازه راکړه د ملګرو سره یوازې په سفر ولاړ شم، څرنګه چې زه تاته دا اجازه درکوم.
۴۷ – کله چې اولادونو ته وېټامین ورکوې، ما هم مه هېروه!
۴۸ – ما ته وخت راکړه چې مینه کول زده کړم، او ستا لپاره یې وکاروم.
۴۹ – کله چې ستونزه لرې ماته ووایه. ښه نه ده چې ماته ووایې ستونزه نه لرم او وروسته په دې تمه اوسې، چې حدس ووهم ستونزه دې څه ده.
۵۰ – تل په ما باور ولره.