د ماشوم کلیزه ولې لمانځل کیږي؟ څه ګټې لري

رنګین تجريدي ډیزاین
ليکنه او راټولونه: صديقه پوپلزۍ

داسې ډېری کورنۍ شته چې دخپلو ماشومانو کلیزه لمانځي خو ځینې یې بیا نه لمانځي. یا د اقتصادي ستونزې له امله یا هم نه خوښیږي خو دا چې د کلیزې لمانځل څه ګټي لري دلته یې لولو.
کله چې د ماشوم کلیزه لمانځل کیږي نو ماشوم د ارزښت احساس کوي او دا وایي چې کورنۍ ماسره ډېره مینه لري د دې سره یې په ځان اعتماد په نفس زیاتیږي.
ماشومان دا ډول ټولنیز مراسمونه ډېر خوښوي لکه واده، کوژده، کلیزه یا هم کوم مراسم چې مکتب کې وي، دوی ډېر په داسې ورځو کې د خوشحالي احساس کوي او کوم نوي کالي چې یې کړي وي غواړي په همدې ورځ یې واغوندي.
د کلیزي مراسم لمانځل نه یوازې ماشومان خوشحالوي بلکې له کورنۍ سره اړیکې نوره هم ښه، مینه‌ناکه او رغیږي.
کلیزه یوازې یوه بهانه د تفریح او ساتېرې لپاره ده، ځکه زموږ ټولنه کې ماشومانو لپاره د ساتېری موقع نه وي تل جنګ او ناخوالی وي نو د کلیزي په وسیله دوی کولای شي یو څو شېبې په خوښۍ تېرې کړي.
کوم څه چې زموږ ماشومان ورباندې خوشحالیږي باید هغه کار موږ ترسره کړو، ځکه دا کار د دوی په اروايي حالت مثبته اغېزه کوي.
کله چې ماشوم د نورو ماشومانو د کلیزې مراسم وګوري او د دوی ونه لمانځل شي، دوی د ناهیلۍ احساس کوي او دا هم منفي اغېزه لري.
دا کار د ماشوم لپاره یوه سمه او ښه بوختیا ده ځکه په مراسمو کې نور ټولو ماشومانو سره ویني او ساعتېري کوي او د ملګرو سره یې د اړیکو د لا ښه کېدلو سبب کیږي.
د کلیزې مراسم لمانځل ډېري مثبتې پایلې لري او هم د دوی فکر مثبت لوري ته بیایي، نو تل باید هڅه وکړو چې کلیزه ولمانځو.
ټول ماشومان د کال د سر نه دې ورځې ته په تمه وي چې څه وخت دا ورځ ورسیږي او زما کلیزه ولمانځل شي، ځکه ماشومان تر هر څه کېک اخیستلو ته ډېره لېوالتیا لري په همدې شله وي چې کلیزه ولمانځل شي.
ماشومان د دې کار په ترسره کولو سره ځان ځواک‌مند احساسوي نو د دومره ګټو لپاره باید خپل ماشوم ته هر کال کلیزه ولمانځو ترڅو د دې خوښي څخه برخمن شي.