دا خبرې چا ته مه کوئ

سپینه تجريدي ډیزاین
لیکنه: ملیحه ناصري

ښايي موږ ځینې خبرې نورو ته کړې وي چې وروسته یې پر ویلو پښېمانه شوي یو؛ خو هڅه باید وکړو چې دغه خبرې چا ته ونه کړو:

۱-د شخصي ژوند په اړه

ستاسو شخصي ژوند په هېڅ چا پورې اړه نه لري او د دغو خبرو اړوند نورو ته مالومات ورکول یا له ژونده د نورو خبرول ستاسو په خپل تاوان پای مومي. کېدای شي ځينې کسان پر تاسو نیوکه یا قضاوت وکړي. هر هغه څه چې ټاکئ تاسو خپله باید د هغه صلاحیت ولرئ. د ژوند مشخص شیان د نورو له لاسرسي پټ او خوندي وساتئ، مانا رازونه چا ته مه سپړئ، څوک څه خبر چې د نن یار سبا اغیار وي.

۲- د نېکو کړنو په اړه

د خپلو نېکو کارونو او مېړانې په اړه نور مه خبروئ. ځينې وخت خلک نېک کار کوي؛ خو نور هم پرې خبروي، دا کړنه د ځان ښکارول حسابېږي. د ښه کار پټول اړین نه دي، خو دومره هم نه چې نړیوال پرې خبر شي، مثلاً له بېوزلو سره د مرستې کولو په وخت کې انځور اخیستل او هغه خپرول ښه کار نه دی. مېړانه د غوره کسانو ځانګړنه ده، خو په ځانښودنه نه ارزي چې هومره غټ نوم خراب شي.

۳- کورني خپګانونه

ټولې کورنۍ، جنجالونه لري، باید ویې زغمي. دا هغسې څه نه دي چې نړۍ پرې راخبره کړئ. که چېرې کومه تېروتنه مو ولیده د کورنۍ له غړو سره یې مطرح کول او حللاره موندل کولی شي لږ مرستندوی وي؛ خو نورو خلکو او پردیو کسانو ته ویل یې ستاسو د کورنۍ پر لور د خلکو خولې راخلاصوي، بیا نو نشئ کولی چې د چا خوله بنده کړئ. دا هم شونې ده چې خلک سپک درته وګوري. غوره دا ده چې هره ستونزه د کورنۍ غړو یا داسې چا سره حل کړئ چې ستاسو باوري وي یا مو زړه ورسره وغواړي.

۴- د موخو اړوند

د موخو پټول تاسو سره مرسته کوي چې انرژي مو هغوی ته د رسېدا پر لاره لا ډېره شي. د موخو اړوند څېړنو – ګروېږنو ښودلې چې د هغو برملا کول، د خلکو له لوري ستایل کېدل د دې لامل کېږي چې تاسو فکر وکړئ چې موخه ترلاسه شوه یا ورته نږدې یاست؛ نو ځکه ډېر وخت به له هڅو لاس په سر شئ او موخه به مو موخه پاتې شي.

۵- مالي مسایل

د ټولو خوښېږي چې غوره شیان ولري؛ خو که دغه ښه شیان له نورو سره شریک کړو، د هغوی رخه راپاروو. د مادي لاسته راړنو پټول تاسو سره مرسته کوي چې په خوښۍ یې ولګوئ او تر څنګ یې له بدو سترګو بچ شئ. سربېره پر دې متواضع او عاجز هم ښکارئ. ځينې کسان داسې هم وي چې معاش/ حق الزحمة یې لوړه وي او دوی پر خوله سپېرې خاورې موښي چې خدای مه کړه کومه پېېښه ور ونه شي، د الله متعال پر ورکړي نعمت باید سترګې پټې نشي.

۶- د خاوند/ مېرمنې رازونه

خاوند باید د خپلې مېرمنې او مېرمن باید د خپل خاوند رازونه خوندي کړي. ځينې جوړې دغه رازونه د کورنۍ نورو غړو ته وايي چې بلاخره راز یې له کوره کلي ته وځي.