څیړنې وايي؛ که غواړئ روغ اوسئ، نو وژاړئ !

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

ژباړه: مریم محمدي
انسان د جذباتو په وخت کې اوښکې بهوي، همدغه عمل ته ژړا وايي. د مثال په توګه کله چي مور او پلار يو اولاد ووهي نو ژاړي. څیړونو ثابته کړې، چې ژړا د روغتیا لپاره ګتوره ده.
څیړونو موندلې که د خپګان په وخت کې د اوښکو مخینوی وکړئ، په اعصابي ناروغیو اخته کیږئ.
که وژاړئ، نو دا ګټې په ترلاسه کړئ:
۱- ژړا بدن تازه کوي
څیړونکي وايي، چې له پرلپسې ستړیا، خپګان او تشویش وروسته که چیرې وژاړئ، د بدن حجرې تازه او د وینې جریان ښه کیږي، ترڅنګ یې د اعصابو سیستم د ارامتیا احساس کوئ.
۲- ژړا د سترګو لید ډېروي
له سترګو د اوښکو په راتلو سره د لید (دید) حجرې پاکیږي. کله چې د اوښکو په وسیله د سترګو پرده لنده شي، د سترګو د لید کیفیت لوړیږي، همدارنګه د سترګو داخلي برخې د مینځلو لپاره اوښکلې ترټولو ښه او ګتور اوبه دي.
۳- ژړا استرس له منځه وړي
اوښکې د استرس یا تشویش په له منځه وړولو کې مهم رول لري. څیړنو ښودلې، ژړا سټریس کموي، دماع قوي کوي، او اړیکې غښتلې کوي. ژړا روحي حالات ته تسکین یا ارامتیا وربخښي. ویل کیږي هغه کسان چې په رواني ناروغیو اخته دي، له درمل نه ورته ژړا ګتوره ده.
همدانګه د ژړا په مرسته له بدن څخه د استرس هورمون له منځه ځي او انسان د خوښۍ احساس کوي. هغه کسان چې د کورنۍ یا دوستانو له انتقاد سر مخ کیږي، د دې پرځای چې هره خبره زړه ته واچوي او د نور ناروغیو لامل یې شي، نو ښه ده چې زر وژاړي. خو هغه کسان چې حق نا حق ژاړي هغوی دې ژر تر ژره یو روشناس ( ارواپوه) ډاکټر ته مراجعه وکړي، ځکه دا ډول ژړا د ګتې پر ځای زیان لري.
۴- ژړا د ژر زړښت مخنیوی کوي
دا چې مخکې مو وويلي ، ژړا بدن تازه ساتي، استرس له منځه وړي همدا په خپله د زړښت په مخینوي کې رول لري.