کريکټ بورډ د اصغر افغان څخه وېره لري؟!

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

د افغانستان کريکټ بورډ د دوشنبې په مازديګر ناوخته د لوبډلمشرۍ څخه د اصغر افغان د لېري کېدو خبر ورکړ.

د يو ورځنيو او ټيسټ لوبو لپاره حشمت الله شهيدي لوبدلمشر او رحمت شاه يې مرستيال لوبډلمشر وټاکل سو،خو د شل اووریزو لوبو لوبډلمشر لاهم مالوم ندی او راشدخان به يې مرستيال وي.

په ۲۰۱۹ز کال کې تر يو ورځني نړيوال جام وړاندې اصغرافغان له لوبډلمشرۍ څخه لېري کړل سو او پرځای يې ګلبدين نايب وټاکل سو،اصغر خبر وو چې زما د لېرو کېدو لپاره پلان سته خو دی پدې هم يقيني وو چې په لوبډله کې د کليدي لوبغاړو په طاقت او مرسته بيرته لوبډلمشري په لاس راوړلای سي ،ځکه تر دې وړاندې بريالی لوبډلمشر ثابت سوی وو،خلکو د فضلي پرېکړه احساساتي وبلله،نړيوال جام ته د ګوتو په شمېر اونۍ پاته وې او ځينو کسانو په پوره باور سره ځيګر ورته ټکولی وو.

دا ځل بيا شل اووريز نړيوال جام رانيږدې دی خو د شل اووريزو لوبو لپاره لوبډلمشر ندی ټاکل سوی،شايد کريکټ بورډ اصغر درک کړی وي چې په نړيوال جام کې د لوبډلمشرۍ سره مينه لري نو په همدې خاطر يې ورته همدا افشن پرېيښی ،که چېري اصغر د تېر ځل په شان بياهم غوغا کوي نو کريکټ بورډ به ورته د شل اووريزو لوبو لوبډلمشري رامخته کړي او د راتلونکي شل اووريز نړيوال جام په خوبونو او صفتونو کې به يې غرق کړي.

بل خوا کريکټ بورډ د اصغر افغان ټولې ستړياوې په اوبو لاهو کړې او د لېري کېدو دليل يې دا ورکړ چې د زمبابوې په وړاندې ټيسټ لوبه کې يې داسي پرېکړي کړي چې کوچنۍ سزا يې د لوبډلمشرۍ څخه لېري کول دي،خو بل خوا بيا بورډ مجبور وو چې داسي يو دليل وړاندې کړي ترڅو خلک هم د اصغر افغان د ملاتړ څخه لاس واخلي ،ځکه دوی وېره درلودله چې يوځل بيا به د ۲۰۱۹ز تاريخ تکرار کړي.

د کريکټ مينوال اوس د اصغر افغان عکس العمل ته انتظار دي چې چپ به پاتېږي که به د خپلې لوبډلمشرۍ د دفاع لپاره اواز پورته کوي.