د کرونا دویمه څپه؛ امریکا کې لومړنی واکسین تطبیق شو

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

پرون د امریکا متحده ایالاتو کې د نیویارک په ایالت کې لمړنی واکسین تطبیق شو.
د امریکا متحده ایالات تصمیم لري، چې د کال وروستیو دوؤ اوونیو کې ٢٠ ملیونه واکسین تطبیق کړي.
IMG-20201216-WA0021.jpg
١٤ ورځې او د ٢٠ ملیونو واکسینو تطبیق هم کوم ساده کار نه دی. د واکسینو پلي کول په داسي حال کې پیلیږي چې په ټولو متحده ایالاتو کې د قربانیانو شمیر درې سوه زرو کسانو ته ورسید.
خو خلک د لمړي واکسین د پلي کولو وروسته هیله من ښکاري او وايې، چې زموږ هېله دا ده، چې د امریکا په تاریخ کې دغه لویه غمېزه د واکسین په پلي کولو سره سر ته ورسېږي او دوی وشي کړي بیرته خپل ورځیني ژوند ته ستانه شي.

لویه برتانیا

تیره اوونۍ په لویه برتانیا کې هم د کرونا ضد واکسین پلي کول پیل شول.
خو د واکسینو د تطبیق په حالت کې هم حکومت مجبور شو تر څو لویو ښارونو کې لکه لندن ،منچستر ، او داسي نورو لویو ښارونو کې یو ځل بیا د دریمه درجه یا پړاو قرنطین اعلان کړي.
په ښارونو کې به رستورانتونه، سینماوې، بارونه او داسي نور د خلکو د راټولیدو مرکزونه تړلي وي.
IMG-20201216-WA0022.jpg
د انګلستان صدراعظم وویل، موږ پوهېږو، چې د کرسمس د رخصتیو پر مهال د قرنطین اعلانول خلکو ته د کړاوه خالي نه دی، خو د دوی د ژوند د ژغورلو په موخه موږ اړ یو، چې دا ډول اقدامات وکړو.

هالنډ

د هالنډ حکومت هم د کرونا د دویمې څپې د مخنیوي پر موخه پنځه اوونۍ قرنطین اعلان کړو، خو حکومت د خلکو د تریخ غبرګون سره مخ شو. د هالنډ د لومړي وزیر دفتر مخې ته ګڼ شمېر خلک راټول شوي وو او د قرنطین د نه منلو ناري یې وهلي. یادو لاریون کوونکو (خلکو) ویل چې موږ د دغو محدودیتونو نه ستړي یو او حکومت باید یوه دایمي د حل لاره پرانیزي.
IMG-20201216-WA0024.jpg
د خلکو د سخت غبرګون وروسته د هالنډ لومړی وزیر مجبور شو، چې د تلویزیون په پرده راښکاره شي تر څو خلکو ته ووايي، چې شرایط بیړني دي، او دی دغه اقدام ته مجبور دی.
نوموړی زیاتوې، چې هالنډ کې په ورځ کې ٦٠ کسه د کرونا د وایروس له امله مړه کېږي، چې ٩ زره کسه هم تازه په دې اوبا ککړېږي.

ډنمارک

IMG-20201216-WA0025.jpg
د ډنمارک هېواد هم د درې اوونیو د پاره دریمه درجه یا سخت قرنطین اعلان کړی، چې د دویمې څپې د مخنیوي د پاره یې ځانګړې اقدامات پیل کړي دي.
د واکسین په هکله هم ځانګړې تیاري پیل شوي دي.
او غیري رسمي خبرې څانګي وايې، چې ډیر ژر به د واکسین پلي کول پیل شي.