ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي
يوه عاطفي اړیکه کولای سي چي ستاسي په ژوند کي یوه بهترینه تجربه اوسي او ستاسي عواطفو او احساساتو ته وده ورکړي او همدارنګه د امنیت او خوندیتوب احساس رامنځ ته کړي. خو هر وخت هم دغسي نه وي. يوه بده عاطفي اړیکه کولای سي چي ستاسي د جسمي روغتیا او روح و روان له پاره جدی ګواښ او خطره اوسي. دا یو حقیقت دئ چي اړیکي د انسانانو پر ځانو د اعتماد او خودباورۍ پر کچي باندي اغېز لري.
په ډېری مواردو کي پر نفس باندي د باور کموالی د دې سبب کېږي چي ډېری کسان یوه بد واده ته ادامه ورکړي. که د ژوند له ملګري سره همېشه ستاسي پر ځان باور هدف نیول کېږي د دغه احتمال چي په هر ترتیب یادي اړیکي ته ادامه ورکړئ هم زیات دئ که څه هم تاسي همېشه بد احساس ولرئ. ځکه ستاسي له پاره له یوې اړیکي وتل خورا ستونزمن دي.
پر نفس بې باوري مو نه یوازي ددې سبب کېږي چي اړیکي ته همداسي ادامه ورکړئ بلکي د هغو څیزونو په وړاندي ستاسي د اعتراض او درېدو مخه نیسي کوم چي ستاسي د ناراحتۍ سبب کېږي. هغوی چي پر ځانو باندي باور نه لري د ستونزو سره له هر ډول مخامخېدني څخه پرهېز کوي. دا ځکه د هر ډول ستونزو سره له مخامخېدني پرهېز کوي چي د ژوند د ملګري پر وړاندي د خوندیتوب احساس نه لري او هم د هغه/ې له لاسه ورکولو وېرېږي. که څه هم کولای سي چي اختلافات او شخړي د یوه دوستانه تعامل او صلح آمیزو خبرو اترو له لاري حل کړي.
پر ځان بې باوري خورا خطرناکه ده. په پر ځان باورۍ کي کمزورتیا سبب کېږي چي ځیني کسان همداسي پسي پاته سي او و نه سي کولای چي له دغي کمزورتیا څخه راووزي. ددې له پاره چي له دغسي یوې اړیکي څخه لېري پاته سئ باید هغه نښانې چي ستاسي پر ځان باور ئې هدف ګرځولی دئ و پېژنئ.
کله چي تاسي خپله نه یاست
د خپلي خوښي کار نه اجراء کوئ؟ ورزش نه کوئ؟ د خپلي خوښي موسیقي نه اورئ؟ په یوه داسي اړیکه کي چي ستاسي د ژوند ملګری/ې ستاسي پر نفس اعتماد کمزوری کوي تاسي په آسانۍ سره له هغه څه څخه چي یاست لاس آخلئ. له ځانه لاس اخیستل یعني له ټولو هغو کارونو لاس په سر کېدل چي ستاسي خوښېدل او ستاسي له شخصیت او روحیاتو سره متناسب ول.
ستاسي د ژوند ملګری/ې مو کنټرولوي
که ستاسي د ژوند ملګری/ې ستاسي د ژوند پر ټولو اړخونو تسلط لري او په هرڅه کي مداخله کوي او شخصي حریم نه مراعاتوي دا طبیعي خبره ده چي د وخت په تېرېدو سره پر ځان باور له لاسه ورکوئ. شخړه خوښ او تعرضي افراد همېشه داسي چار چلند کوي چي هرڅه په خپل واک و اختیار کي واخلي.
کله چي د ژوند پر ملګري شک کوئ
په اړیکه کي پر نفس د باور له لاسه ورکولو یوه نښانه دا ده چي پر اړیکه باندي شک کوئ. هرکله چي همېشه دې ته اندېښمن یاست چي آیا مېړه/ماینه مو درسره مینه لري کنه او پاملرني ته زیاته اړتیا ولرئ خو له مقابل طرفه هیڅ ترلاسه نه کړئ دغه یعني ستاسي اړیکه داسي پر مخ تللې ده چي ستاسي پر نفس باور کمزوری سوی دئ.
ستاسي اړتیاوي مهمي نه دي
داسي احساس په یوه پلا نه رامنځ ته کېږي. کېدای سي د وخت په تېرېدو سره متوجه سئ چي تاسي یوازي د خپل مېړه/خپلي ماینې له غوښتنو او تمایلاتو سره مطابق ژوند کوئ؛ د هغه/ې د خوښي وړ مجلسونو کي برخه آخلئ او د هغه/ې د خوښي وړ خوړنځایونو ته ځئ. ځیني وخت داسي احساس هم کوئ چي لومړیتوب همېشه د هغه/ې اړتیاوي دي او ستاسي اړتیاوي همېشه له پوره کېدو پاته کېږي. په دغسي مواردو کي تاسي حتی ځان ته هم دوندي پام نه کوئ خو د وخت په تېرېدو سره احساسوئ چي نور چندانی اهمیت او لومړیتوب نه لرئ.
تاسي همېشه ملامت یاست
تر یوې اندازې پوري په اړیکو کي جنګ و جدل طبیعي دئ. ځیني وخت کېدای سي یو نفر د یوې شخړي یا یوه اختلاف مسؤل اوسي خو که همېشه ځان ملامت ګڼئ، هره خطا او غلطي پر ځان در اړوئ دغه مسله خورا زیاته ستاسي پر ځان باورۍ کي اغېز او تاثیر لري. کله چي همېشه ملامت او ګرم پېژندل سوي یاست د دې احتمال چي بیا بیا هم ځان مقصر او پړ وګڼئ خورا زیات دئ.
پر اړیکه باندي د پر نفس بې باورۍ اغېز
همېشه عاطفي اړیکه نه ده چي پر نفس باندي د باور له لاسه ورکولو سبب کېږي. ځیني وختونه دغه مسله په ژوند کي له نورو تجربو څخه هم زېږي چي سبب کېږي په اړیکه کي هم پیاوړي او خپلواک و اوسئ. که څه هم موږ ټول ځیني وختونه په ژوند کي د یو شمېر غلطیو، ناکامیو او اشتباهاتو په خاطر پر ځان بې باوره کېږو خو د دغه حالت تداوم کولای سي چي پر عاطفي اړیکي باندي بد تاثیر وښندي.
څېړونکي ښيي چي پر ځان باور کولای سي له اړیکي څخه د مېړه او ماینې د رضایت پر کچه باندي تاثیر ولري. هرکله چي د ځان په نسبت بد احساس لرئ، همېشه کوښښ کوئ چي په اړیکه کي تائید او خوندیتوب وغواړئ. تائید کېدل او د خوندیتوب احساس ښه دئ خو هغه وخت نه چي تاسي هغه له وېري او یا زیات فشار له وجهي وغواړئ. دغه مسله هم تاسي ته زیان رسوي او هم مقابل طرف خسته او ستړی کوي.
همدارنګه پر ځان بې باوري ستاسي د ژوند له شریکه ستاسي تصور بدلوي. دا احتمال سته چي د کمزورتیا په خاطر په خپلو باورونو او نظریاتو کي داسي احساس کړئ چي له کوم بل لوري تهدیدېږئ. همېشه اندېښنه لرئ چي هغه مو پرېنږدي، مینه به درسره نه لري او موازي اړیکي به درسره شروع کړي. تاسي د شک او لېونتوب په بدترینو حالاتو کي راګيرېږئ او مقابل طرف ځوروئ. په دغسي یوه وضعیت کي د اړیکي حساسیتونه ډېرېږي او تاسي داسي کار کوئ چي ستاسي د ژوند ملګری/ې هم ستاسي په اندازه په دغه اړیکه کي د خوندیتوب احساس و نه کړي.
پر ځان د بې باورۍ له وجهي تاسي همېشه مضطرب او اندېښمن یاست، په ژوند کي د هري کوچنۍ مسلې په خاطر بېرېږئ، ځان د ژوند کولو وړ نه ګڼئ، له ژونده خوند نه آخلئ او باور نه کوئ چي یو کس درسره مینه لري. کېدای سي په هنداره کي ځان وګورئ او له خپل ظاهره ناخوښ/ه سئ، او یا ځان د خپلو افکارو او احساساتو په خاطر و رټئ.
دغي موضوع کېدای سي له کلونو تاسي کړولي یاست او یا د یوې بدي تجربې او په یوې نامناسبي اړیکي د راګیرېدو په خاطر د دغي موضوع ښکار سوي یاست. په هر صورت، باید پر نفس د باور زیاتولو له پاره منفي افکار پرېږدئ. تر هغو چي ستاسي په ذهن او فکر کي له ځانه د انتقاد ږغ لوړ وي نه سئ کولای چي هیڅ شی هم تغیر کړئ. د خپل درون خبره واورئ، همغه ږغ چي همېشه ستاسي بد وايي او سبب کېږي چي د ځان په نسبت بد احساس ولرئ.
پر داسي مهارتونو کار وکړئ چي ستاسي سره له دغو منفي افکارو د ځان خلاصولو په خاطر مرسته وکړي. د دغو منفي افکارو یوه برخه کېدای سي په یوه ناسم او بد محیط یا يوه ناسمه اړیکه کي د راګیرېدو په خاطر رامنځ ته سوې وي. هرڅه چي دي باید دغه منفی افکار په داسي مثبتو څیزونو سره چي انګېزه بخښوونکي دي او ستاسي روحیات رغوي عوض کړئ. هرکله چي داسي احساسات درته راغلل چي ستاسي روحیات ئې کمزوري کول سملاسي د ځان په اړه یوه مثبته جمله ووایاست. که په یوه داسي اړیکه کي یاست چي سبب سوي دي پر ځان باور له لاسه ورکړئ د ځان په نسبت د وېري او ګناه د احساس پر ځای در په یاد کړئ چي دغه مشکل ستاسي کمزورتیا یا ګناه نه ده او حللاره ئې هم له شک پرته نه سي کېدلای چي د احساساتو سرکوبول، وېره او یا پر ځان د باور له لاسه ورکول اوسي.