کرونا څه ډول ویروس دی؟ د سرایت، نښو او درملنې په اړه یې دلته ولولئ

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

ژباړه: نسیمه محمدي
کرونا د یو ډول ویروس نوم دی، چې په چین کې خپور شوی او لا د پراختیا په حال کې دی.
د شفا آنلاین د راپورونو په اساس، کرونا د ویروسونو یو ډول دی، چې د پوزې، سینوز او یا هم د ستوني پورتنۍ برخه کې د انتان سبب ګرځي. کرونا نوم د دې ویروس د جوړښت څخه اخېستل شوی، مېکروسکوپي انځورونو کې د سپوږمۍ حلقې ته ورته بڼه لري.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹م کال د ډسمبر په وروستیو کې د چین له وهان راپور ورکړل شو او چټکۍ سره د پراختیا په حال کې دی. وروسته د مسافرینو په واسطه نورو هېوادونو لکه آمریکا او ټولې نړۍ کې خپور شو. تر اوسه په زرګونه وګړي پرې مبتلا شوي دي.
کرونا لومړي ځل لپاره د چین د طبي پوهنتون ویروس پېژندونکي استاد لئو پون له لوري وپېژندل شو. نوموړی په احتمال سره وايي کرونا لومړی د یوه حیوان په وجود کې جوړ او وروسته د انسان په وجود کې وده موندلې او د نادره مواردو څخه دی، چې د زوتونیک په نوم یادېږي؛ دا اصطلاح هغه ناروغیو ته چې له حیوان څخه انسان ته سرایت کوي، اتلاقېږي. د پون د څرګندونو په اساس کرونا د پونوموني لامل او د انتي بیوتیک سره ځواب نه وايي. تر اوسه لا څرګنده نده چې کرونا تر کومې کچې وژونکې  کېدای شي.

بستري ناروغان، کارګران، د سمندري خوړو عمده پلورنځیو مشتریان، د دې ناروغۍ لومړي انتقالوونکي دي. د ژوندیو حیواناتو غوښې لکه چرګانو، پسه، خوګ، اوښ، ګیډړ، بامبو موږکانو او خزنده ټول  د دې ویروس د منبع په توګه یاد شوي.
د کرونا علائم
دا ویروس د تنفسي سیسټم له کم بیا تر متوسطو ستونزو لکه زکام لامل کېږي. نښې یې ټوخی، د ستوني درد، د پوزې اوبه، احتمالا سر درد او تبه ده، چې تر دوو ورځو دوام کوي.
زاړه او تنکي ځوانان چې ټیټ معافیتي سیسټم لري، د جدي ستونزو لکه ذات الریه یا برونشيت لامل ګرځي.
MERS د تنفسي سیسټم پېژندل شوی سندروم دی، چې په لومړي ځل په ۲۰۱۲م کال، منځني ختیځ کې څرګند او د تنفسي ستونزو لامل کېده؛ د CDC په بنسټ، په MERS ویروس له هرو لسو اخته وګړو، درې تر څلورو تنو یې خپل ژوند له لاسه ورکوو.
اوس داسې ګمان کېږي، چې کرونا د علائمو له پلوه له MERS او SARS ضعیفه او لږه ده.
د آکسفورډ نړیوال پوهنتون د انتاني ناروغیو استاد، پیټر هوربي وايي: اوس ناروغان یوه اونۍ کم توخی او ورپسې نفس تنګي تجربه کوي او وروسته تر دې ۱۵ تر ۲۰ سلنه شدیدو مواردو روغتونون ته د مراجعې اړتیا درلوده.
سرایت
ویروسونه حیواناتو سره د تماس له لارې انتقالېږي. د روغتیا نړیوال سازمان د پوهانو په وینا ، MERS له اوښانو او SARS له پيشوګانو څخه پیل شوی، خو د کرونا په اړه تر اوسه څرګنده نده، چې کوم څاروي او ژوي په وهان کې د خپرېدو لامل شوي، همداسې له انسان څخه بل انسان ته لېږدېدل هغه وخت، چې د اخته کس د توخي په وړاندې وي، تر سره کېږي.

د کرونا وایروس شکل

ټوخی، پرنجی او د لاسونو لړزه هم د دې ویروس له مشخصو علائمو څخه دي. د ناروغ د وسایلو سره تماس، د روغتیايي کارکونکو له لوري د ناروغانو د منتن وسایلو او کثافاتو ټولول د سرایت له ډولونو دي. له ناروغ انسان روغ انسان ته لېږد هم تائید شوی دی. دا چې کوم وګړي ډېر د دې ویروس د ګواښ سره مخ دي، په ټولنه کې او یا هم په روغتونو کې ناروغان، څېړونکي یې د پوهېدو هڅه کوي. همدارنګه SARS او  MERS په زړو خلکو کې د کرونا په پرتله د سختو ناروغیو باعث کېږي او په منځنۍ توګه ناروغان یې له څلوېښت کلنۍ پورته دي.
درملنه
خاصه درملنه نشته، خو څېړنې روانې دي. ډېری وخت علائم په خپله لمنځه ځي؛ روغتیا پالان هم سپارښتنه کوي چې په دې اړه باید اړین مراقبت تر سره شي. که علائم له ذکام ډېر شدید حالت ته لاړ شي، نو حتما روغتیا پال ته مراجعه وکړئ. د درد او تبې د درملو سره علائم تسکین مومي.
د بخار یا ګرمو اوبو سره حمام د ستوني درد یا ټوخي د آرامېدو سره مرسته کوي. د زیاتو مایعاتو څښل، استراحت او کافي خوب هم د دې ویروس په درملنه کې ګټور تمامېږي.
آیا دا ویروس د اندېښنې وړ دی؟
د لندن د امپریال کالج د چاپیریال پېژندنې استاد، نیل فرګوسن د وینا مطابق، د کرونا ویروس د مړو شمېر د MERS او SARS په پرتله لږ دی، مګر لا هم د اسپانیايي انفلونزا سره د پرتلې او د نړۍ په سطحه د اندېښنې وړ دی. نوموړی معتقد دی کېدای شي د مړینې اندازه زیاته نه وي، خو نوي ویروسونه ډېر ژر او په چټکۍ د خلکو تر منځ خپرېږي.
د مخنیوي لارې چارې
د ویروسونو د دې کورنۍ په وړاندې د مخنیوي لپاره واکسین نشته. د MERS  ویروس په وړاندې واکسین د آزمايښت په حال کې دی. د امریکا د روغتیا ملي انستیتوت د کرونا ویروس ضد واکسین پر جوړولو کار کوي، مګر میاشتې وخت نیسي تر څو کلینیکي څېړنې تر سره او تر یو کال وخت به وغواړي، چې بازار ته راشي. د ناروغه وګړو څخه لرېوالی په ویروس د اخته کېدو خطر کموي. روغتیا پالان د سترګو، پوزې او خولې څخه د لاسونه لرې ساتل. حد اقل د ۲۰ ثانیو لپاره په ابو او صابون د لاسونو وینځل د ویروس د مخنیوي لپاره، توصیه کوي.
که ناروغ یئ، فکر کوئ لامل یې کرونا ده. ژر د درملنې لپاره صحي مرکز ته لاړ شئ. د ټوخي او پرنجي پر وخت خوله او پوزه په دستمال وپوښئ، هغه لوښي او سطحې چې لمس کوئ، تعقیم کړئ او که چین ته سفر کوئ، له علائمو باید خبر او د څارويو بازار، وهان هغه ځای چې دا ویروس ترې خپور شوی، له ورتګ ډډه وکړئ.

په اومېندواره مېرمنو کې د کرونا ویروس
په ۲۰۱۹م کال یوې څېړنې په هغواومېندواره مېرمنو کې، چې په روغتون کې ولادت کړی وو، د MERS ویروس نښې ثابتې کړې. بله څېړنه چې په ۲۰۰۴م کال تر سره شوه، وښوده د SARS اړوند ناروغانو په خپل سر سقط، د مور مړینه او د میندو د ناروغۍ بحراني کېدل د دې ویروس سره تړاو یاد کړ.
په پېشوګانو، سپیو او نورو څارويو کې د کرونا ویروس
اهلي څاروي د کرونا ویروس اخېستلای او د شدیدو انتاناتو سبب کېدای شي. کله هم د مرګونې ناروغیو سبب کېږي. د ۲۰۱۱م کال د څېړنې پر بنسټ، د سپیانو کرونا پاتروپیک، سپیان او پیشو ګان ملوث کولی شي.
پیشوګانې کولای شي د SARS ویروس واخلي، مګر هېڅ ډول علایم څرګند نکړي. د پيشو ګانو کرونا ویروس معمولا له علایمو پرته ، خو ممکن د خفیفې نس ناستې لامل شي.