سټریس او فشار مو له دغو ۹ لارو کنټرول کړئ!

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي
سټریس او فشار داسي ناجوړي ده چي نن سبا ډېری کسان ورباندي آخته دي. دا مشکل له زیات کاره او ښاري اضطرابونو څخه رامنځ ته کېږي او باید په آسانو لارو او له دواوو کارولو پرته ئې مخه ونیسو. د دې مریضۍ پراختیا په انسان کي کولای سي چي خورا بد عواقب ولري. ځکه مو په دې لیکنه کي هغه ۹ لاري چاري را اخیستي دي چي ستاسي سره مرسته کولای سي:
۱ـ ژوره ساه اخیستل:
تر ټولو دمخه چي د سټریس او فشار سره د مخامخېدو پر مهال ئې کولای سئ، ژوره ساه اخیستل دي. په واقعیت کي ژوره ساه اخیستل د سټریس په کمولو کي يو قدرتمن او اغېزناک تکنیک دئ ځکه چي د بدن مثبت غبرګونونه فعالوي او له مختلفو اندېښنو څخه رامنځ ته سوي عصبي غبرګونونه متوقف کوي.
۲ـ د اندېښنو منل:
دا مه هېروئ چي سټریس یوازي يو حس او د بدن احساسي غبرګون دئ او تاسي باید هغه ومنئ ځکه چي نه منل ئې ډېری وختونه حالات له بدو څخه بدتر کوي. د اندېښنې او اضطراب منل هیڅکله د یاد منفي احساس د خوښولو په معنا نه دئ بلکي د واقعیت په منلو سره د شرایطو له بهتره کېدو سره مرسته کوئ او په واقعیت کي ستاسي د حال د بهبود له پاره ستاسي انګېزه او له رغوونکو یا درماني تکنیکونو څخه استفاده ډېره او واقعي کېږي.
۳ـ د ذهن کنټرولول:
ډېری وختونه د زړه حملې د سټریس او فشار له وجهي وي. بناً مه پرېږدئ چي ذهن مو د بدن کنټرول په غاړه واخلي بلکي تاسي د خپل ذهن په کنټرولولو سره کولای سئ چي د خپل وجود او بدن سلامت مدیریت کړئ.
۴ـ منفي تفکرات نقدول:
سټریس لرونکي افراد کله کله له خورا عجیبو تفکراتو سره مخامخېږي چي دغه تفکرات ئې سټریس او فشار لا پسي زیاتوي. بناً په یاد ولرئ چي دغه حالت یو فاجعه زېږوونکی وضعیت نه دئ او له ځانو څخه لاندي پوښتني وکړئ: آیا دغه اندېښنې منطقي دي؟ څوندي احتمال سته چي دغه اندېښنې به په واقعیت کي پېښي سي؟ که بده پېښه هم رامنځ ته کړي تر کومه بریده د اندېښمن کېدو ارزښت لري؟ آیا دغه پېښه واقعاً منفي ده که یوازي زما تصور داغسي دئ؟
۵ـ له آرام بخښوونکو ذهني تصویرونو څخه مرسته غوښتل:
مدیتیشن يا په آرام بخښوونکو تصویرونو سره مراقبه، ډېر ژر تاسي ته سکون درکوي. ځان د سمندرونو یا داسي ځایونو سره په څنګ چي خوښېږي مو او آرام بخښوونکي دي، تصور کړئ څو د دغو فشارونو شدت مو راکم کړي.
۶ـ د قضاوت پر ځای مشاهده کول:
هر شی چي تصوروئ، وینئ، او حسوئ، له هر ډول قضاوت پرته ئې، یوازي مشاهده کوئ! دغه ډول ذهني تمرین تاسي آراموي.
۷ـ دروني مثبتي خبري اتري:
سټریس د تفکراتو او بالاخره د منفي دروني خبرو اترو سبب کېږي. ځکه نو ځانو ته مثبتي جملې القا کړئ؛ داسي جملې چي د دغه ډول اندېښنو په مدیریت کولو کي مرسته وکړي.
۸ـ د سټریس پر اوسمهالي لحظې باندي متمرکزېدل:
هرکله چي افراد سټریس او فشار پیداکوي معمولاً پر راتلونکي باندي د فکر کولو په حال کي وي. ددې پر ځای، ژوره ساه واخلئ او پر اوسمهال (حال) باندي فکر وکئ. حتی که جدی پېښي په اوسمهال کي د پېښېدو په حال کي وي، پر حاضر مهال (حال) باندي فکر کول مو د شرایطو په مدیریت کولو کي ستاسي وړتیا او توانايي ته بهبود ورکوي.
۹ـ د فکر کولو پر ځای عادي فعالیتو ته ادامه ورکول:
د اندېښمنوونکو او له اضطراب څخه په ډکو موقعو کي، هغه کارونه وکړئ چي په عادي وختو کې کوئ دا ځکه چي کښېنستل او پر اندېښنو او اضطراب باندي فکر کول، یوازي هغه لا پسي زیاتوي.