ژباړه: نسیمه محمدي
په دې مطلب کې په وېښتو او پوستکي د قهوې د خاصیت په اړه معلومات وړاندې کوو. هڅه وکړئ په کور کې د قهوې ماسک جوړ او د وېښتو د ښکلا لپاره ګټه ترې واخلئ.
پوستکی او قهوه
قهوه د عربي ژبې (کفا) یا کافا کلمه ده چې په اصل کې د اېتوپیا هېواد جنوبي سیمې نوم دی. چې قهوه د لومړي ځل لپاره پيدا شوې ده. عربي ژبپوهان وایي د قهوې کلمه په اصل کې د یو ډول شرابو نوم وو، چې وروسته څښاک شوې همدارنګه یواځې د دې کلمې ريښه قها د ( بې اشتهایۍ) په معنا ده. ځکه باور پر دې وو چې دا مایع د بې اشتها کېدو لامل کېږي، همدارنګه دې کلمې د ترکیې ژبې له لارې اروپایي ژبو ته لار پیدا کړې ده. د قهوې نومېدو ته ډېر دلیلونه راوړل شوي، چې تر ټولو مشهور یې دا دې چې دا کلمه د اېتوپیایي او یا له بلې افریقايي ژبې څخه اخیستل شوې اوسي او په اصل کې د کفا په نامه د اېتوپیا جنوبي ښار نوم دی. ګمان کېږي چې قهوې بوټی د لومړي ځل لپاره دلته پېژندل شوی. د دې تر څنګ د دې سیمې خلک دې بوټي ته بون وایي.
پوهېږئ چې قهوه مو د خوښې وړ څښاک، او حالت ته ښه والی بښي، مګر دا ګټوره انتي اوکسیداني کڅوړه کولای شي ستاسې وېښته او پوستکی هم تقویه کړئ.
د سهارنۍ قهوې مصرف ګټې مو وشمېرئ ( او د بدن د اوبو د لاسه ورکولو څخه مطمین شئ چې په ورځنۍ توګه له ۱۰۰ ملي ګرام کافیین ډېر مصرف نکړئ).
پوستکی مو روښانه کړئ
د کالیفورنیا په بورلي هېلز کې، د پوستکي او وېښتو متخصصه ډاکټره جولیا هانتر په دې اند ده کله چې انتي اکسیداني خاصیت مطرح کېږي، دوه اړخیز اغېز دی. هغه ړایی: د قهوې یو مخ پازل دی؛ بل د پوستکي پر مخ د هغه ایښودل دي. د قهوې مښل په مخ د یو پوښ په شکل کولای شي د پوستکي ځلا، د پوستکي د منافذو د تړل کېدو څخه د مخنیوي او د عضلې د ښویوالي سره مرسته وکړي. هانتر په دې آند ده چې د قهوې پاکووني خاصیت، نسبت مېخانیکي پاکوونکو ته برتري لري. همدارنګه د پوستکي د ساتونکي طبقې د پیاوړتیا سره مرسته کوي. هغه وایي: همدا پوښ د باکتریاو، ویروس او فنګسونونه چې په پوستکي کېني، په وړاندې ساتنه کوي.
د قهوې د ماسک د جوړولو طریقه
په یوه کاسه کې، د قهوې پودر په ګرمو اوبو کې حل کړئ، اوبه له صافي وباسئ ( د قهوې دانې د کاسې په تل کې پاتې کېږي)، یوه قاشوغه د mospE مالګه ورزیاته کړئ، مخ مو په اوبو پاک ووینځئ، وروسته د قهوې دانې په پوستکي پا آرامۍ سره وموښئ. مخ مو د کاسې په اوبو سره ووینځئ نور نو کار خلاص دی.
د وېښتو د رنګ پیاوړي کول
امکان لري د وېښتو سپينېدل د وېښتو خوښوونکو لپاره یوه موضوع وي. لکه څنګه چې د پوستکي رنګ مو غنمرنګ دی د قهوې څخه ګټه واخلئ رګ مکېنتاش، په نیویارک کې د لویس اوکرنر ښکلا مرکز آرایشګر وایي: د قهوې دانې چې له اوبو سره د لامدو شویو اوړو په بڼه آماده شوي وي په لمدو وېښتو چې تازه مو په شامپو سره وینځلي، وموښئ او د وېښتو رنګ ته مو پوخوالی ورکړئ. د قهوې اسیدي خاصیت وېښته نرم او فوق العاده ځلا وریښي.
د پوستکي او د پوستکي سرطانونو لپاره د قهوې خاصیت
د ۲۰۱۱کال د ملي علومو د آکادمۍ د څېړنو په اساس، د بدن په هغو برخو چې د لمر سوځېدو تر خطر لاندې دي قهوې استعمال او د لمر سوځېدنې له خطره بچ شئ، څېړنو موندلي د کافیین موضعي مصرف د مالیکول په سطح د پروتیني انرایمونو د لرې کېدو سبب ګرځي او د پوستکي د ځینو سرطانونو څخه مخنیوې کوي. د اریکا لوفتفیلد، د یال پوهنتون همکار په وینا، په دی ترتیب سره د لمر د وړانګو تاثیرات کم او له ځان څخه د وړانګو په وړاندې ساتنه وکړئ.
د سترګو د پړسوب او ستړیا له منځه وړل
د سترګو د شاوخوا تورو کړیو د له منځه وړلو کریمونه چې توصیه کېږي احتمالا د کافیین لرونکي دي. هانتر وایي: که قهوه مو د مخ په پوستکي کېږدئ، د اضافي اوبو او رګونو د منقبض کېدو لامل ګرځي؛ د سترګو لاندې ساحه یو لمفاوي کانال دې چې په کمزوري ډول تخلیه کېږي؛ کافیین د دې اوبو په لرې کولو کې مرسته کوي. د هغه په وینا همدارنګه د سترګو د تورو کړیو لرې کولو لپاره هم ګټور دی ځکه د عمر په لوړېدو سره د سترګو لاندې پوستکی ډنګریږي او رګونه يې په آسانۍ سره د لید ږړ وي. د قهوې څخه د متاثر منقبض شويو رګونو سره په موقتي توګه مرسته کوي. تمه کېږي پایله به په ۳۰ تر ۶۰ دقیقو پورې ترلاسه کړئ.
د بویولو حس تنظیم
آیا د عطرو له ډلې د یو ډول عطرو ټاکلو په هڅه کې یئ؟ عصب پېژندنې په برخه کې د کالیفورنیا پوهنتون د څېړنو پر بنسټ، د عطرو بویولو تر منځ د قهوې دانې بوی کړئ. د قهوې بویول د پوزې د بویولو حس کمزوري له منځه وړي. په بل عبارت، د قهوې د خوند د یو پاکوونکي یا بیا ځلي تڼۍ په څېر عمل کوي په همدې دلیل د قهوې دانې په اکثره عطر پلورنځیو کې وینئ.
د پوستکي پاکول د قهوې خاصیت
که د مدني اوبو په چینه کې مو د قهوې دانې پیدا کړې، په ډېر احتمال سره د درملنې لپاره دی. د قهوې اسکراب د پوستکي لپاره هم ډېر ګټور دی. دلته یو ډول اسکراب چې له قهوې څخه ګټه پکې اخیستل کېږي یادونه کوو.
نیم ګېلاس بوره( یا نیم ګېلاس د سلفات منیزیم مالګه د قوي اسکراب لپاره) یوه پیاله د یخې قهوې پودر، دوه کڅوړې چای. په نرمښت سره دا مخلوط په مخ ووهئ، پرېږدئ چې وچ شي او له مرطوب کوونکي کریم څخه ګټه واخلئ.