قهوه او پر وجود یې اغیز؛ د ځینو ناروغیو لرونکي کسان دې ورسره احتیاط وکړي

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره
ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري

ډېری خلک هڅّه کوي د ذهني ستړیا لرې کولو او تر یوې ستړې کاري وروسته په یوه پیاله قهوه خپله طبعه راجوړه کړي. قهوه د خپل ځانګړي خوند تر څنګ، ګڼ زیانونه او ګټې هم لري چې په دې لیکنه کې یې درته وایو.

د قهوې ګټې او پر وجود یې مثبت اغېز:

د قهوې دانې خورا انتي اوکسیدانت لري. یوه ګیلاس قهوه تر یوې مالټې ډېر انتي اوکسیدانت ، چای او کاکائو فینولیک لري، د فینولیک د ښې سرچینې په توګه تاسو کولی شئ قهوه وڅښې؛ځکه چې فینولیک یې ډېر دی. په قهوه کې د شیدو او قیماق اچول د انتي اوکسیدانت په جذبولو کې کومه مرسته نه کوي. که بوره/خواږه ور وانه چول شي، ښه ده؛ ځکه بوره د انتي اوکسیدانت د جذب پروسه خرابوي.
د قهوې څښل پر پارکینسون ناروغۍ د اخته کېدو مخنیوی کوي. د ورځې درې ګېلاسه قهوه د یېنې/جګر د ستونزو مخه ډب کوي. هغه کسان چې قهوه او دې ته ورته نور څښاک مصرفوي، تر نورو وګړو ۲۵٪ لږ د بډوډو او صفراوي ستونزو سره مخ کېږي. د ورځې یو ګېلاس قهوه د دې ناروغیو امکان ۱۰٪ راټيټوي.

د نقرس ناروغۍ امکان کموي.

کافیین د ذهن د ویښتیا لپاره ښه دي. قهوه هم د کافیین لرونکي څښاکو په توګه کولی شي ذهن مو ځيرک او فعال وساتي. هغه کسان چې قهوه څښي، تر نورو خلکو ناوخته پر الزایمر/هېرجنتیا اخته کېږي.

د قهوې زیانونه او پر روغتیا یې منفي اغېز:

د وینې فشار لوړوي. هغه کسان چې دا ناروغي لري، قهوې سره دې احتیاط کوي.
د هډوکو پوډه کول یې بل زیان دی؛ خو هغو کسانو ته چې بېحده قهوه څښي. قهوه چې ډېره وڅښل شي، ښايي له ادرار سره د وجود کلسیم وباسي.
د خوب بېنظمي رامینځته کوي. هغه کسان چې خورا دېره قهوه څښي، خوب یې خرابېږي؛ ځکه مرکزي عصبي سیسټم تحریکوي. د خوب پر کیفیت یې هم اغېز ښندي. ښه دا ده چې تر ویده کېدو ۴ یا ۶ ساعته وړاندې قهوه نوره ونه څښل شي.
د معدې ریفلاکس( کله چې د معدې تېزاب بېرته خولې ته راوګرځي. په دې اړه مو د معدې د ریفلاکس تر سرلیک لاندې لیکنه کړې وه.) پیدا کوي.
امېندواره مېرمنو ته ښايي زیان ولري. سره له دې چې دقیقاً مالوم نه دي؛ خو ښه ده چې بارداره ښځې د ورځې له یوه یا دوو ګېلاسو ډېره قهوه ونه څښي.
قهوه د وسپنې جذب کموي؛ ځکه چې تأنین لري. له ډوډۍ سره جوخت یا پرله‌پسې څښل یې د خوړو د وسپنې د جذب پروسه کمزورې کوي. هغه کسان چې وینه یې کمه ده، له ډوډۍ سره جوخت/پرله‌پسې دې یې نه څښي.
یادونه: هغو کسانو چې د کولمو عملیات یا پیوند کړي وي، قهوه دې نه څښي؛ ځکه ستونزې ورته پېښوي.