د غاښونو د ښکلي کولو لپاره دا ټکي په پام کې وساتئ

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د غاښونو ښکلا هم ستاسې د صحت او هم د شخصیت لپاره ګټور دي.
چې داسې ده، باید غاښونه پاک او ښکلي وساتئ څو هم ښکلي وي او هم مو صحت او شخصیت ته ګټه ورسوي.
دلته به ولولئ، چې د پاکوالي ترڅنګ د غاښونو د ښکلا لپاره څه باید وکړو؟
د غاښونو سپینول
د غاښونو پاکوالی یوازې د غاښونو په بورس نه شي کیدای؛ ځینې وخت اړتیا وي چې د غاښونو د سم صاف و سپینولو لپاره ډاکټر ته ورشئ.
ډاکټران د خاصو وسایلو په وسیله ستاسې غاښونه وینځي او داسې یې سپنوي، چې سم ځلیږي.
د غاښونو د رنګ خرابیدو دلایل به هم درته ووایو.
سګریټ څښل، د چایو استعمال، قهوه، تروشه شیان کارول او نور سبب کیږي، چې غاښونه مو رنګ خراب کړي.
که دا عادتونه لرئ کنه، هرو څو میاشتو کې یوځل ډاکټر ته ورشئ، چې غاښونه درته سم ووینځي او تک سپین یې کړي.
د غاښونو منظمول
د غاښونو نه منظموالی یو بل لوی مشکل دی، چې ستاسې څېره بدرنګوي.
له نه منظموالي هدف دا دی، چې ستاسې غاښونه یو لوړ، بل لږ ټیټ، له یو بله لږ لیرې او ورته نورې ګډوډۍ لري.
دا کار په افغانستان کې بیخي عام دی، دلایل یې هم ګڼ دي.
یا به ارثي وي، یا به د غاښونو نامنظمه وده او یا نور هرڅه چې وي، خو وي به .
که ستاسې غاښونه دغه ډول وي، یو ځل یې هینداره کې چیک کړئ، ډېر بد ورسره ښکارئ.
په خاص ډول که خلکو سره زیاته مخه لرئ، نو پوهیږئ چې د خبرو او خندا پر وخت مو خوله بدې ښکاري.
د دې لپاره، چې له دې ستونزې خلاص شئ، بیا وړاندیزوو چې ډاکټرانو ته مراجعه وکړي.
ډاکټران په لږه موده کې ستاسې غاښونه درمنظموي، یانې داسې وسایل شته، چې له لږتکلیف سره ستاسې د غاښونو دغه تیروبیر والی، جیګ و ټیټوالی، د غاښونو ترمنځ ګډوډۍ او ټول هغه څه چې له دې کبله ستاسې د خولې قالب ورسره بد ښکاري، در منظموي.
په دې اړه له نیږدې ورشئ، ډاکټر سره مشوره وکړئ او که مو خوښه راغله د خولې او غاښونو دا ستونزه مو حل کړئ.