دا ۲۰ مشورې مو سګریټ پریښودو ته مجبوروي

سپینه تجريدي ډیزاین

اوس داسې خلک لږ پیدا کیږي، چې پر سګریټو روږدي نه وي.
ډېر یې ظاهراً ادعا لري،چې غواړي دغه عمل پریږدي، خو عمل کې دا کار ورته ستونزمن ښکاري.
دوی دا اعتیاد عادت ګڼي او وایي نه پریښودل كیږي، خو واقعیت دا دی چې دا عادت نه؛ بلکې یوه د درملنې وړ ناروغي ده.
دلته داسې مشورې شریکوو، چې په مرسته یې د سګریټ پریښودو ستونزمن کار درته اسانیږي.
ـ  د سګریټ پریښودو د هڅې لپاره داسې وخت وټاکئ، چې اظطراب ونه لرئ، یانې نه د ازموینو وخت وي، نه د دندې د بدلون او نه بل داسې حالت، چې تاسې پکې راحته نه یاست.
ـ کور، د کار مېز، المارۍ او شاوخوا مو هرڅه ښه چاڼ کړئ، که سګریټ یا نښې یې چېرته وې، ورک یې کړئ. همدا شان له خپلو هغو دوستانو او همکارانو چې درته نیږدې وي او سګریټ څښي وغواړئ، چې ستاسې له مخه یې څه وخت ونه څښي.
ـ کله چې فکر کوئ، باید سګریټ وڅښئ، پرځای یې یو ګیلاس اوبه په سر واړوئ.
ـ که قهوه څښئ، سطحه یې حد اقل برخې ته شکته کړئ. دا څښاک داسې مواد لري، چې سګریټ څښلو ته مو هڅوي.
ـ د سګریټ پریښودو په لومړیو ورځو کې په یو بل څه ځان بوخت کړئ. مثلاً: یا وچه مېوه( نخود، وچ اینځر…) او یا تازه مېوه وخورئ.
ـ کیدای شي په ټولنیزو رسنیو کې د سګریټ پریښودو پریکړه مو افشا کړئ. له دې سره بیا د خلکو له شرمه هم بیرته مخ نه شئ ور اړولی.
ـ د سګریټ پریښودو په اړه که په پښتو نه وي، په نورو ژبوحتماً ګڼ لارښود کتابونه شته. که په نورو ژبو پوهیږئ، کتابونه ولټوئ او پر انټرنیټ یې ولولئ.
ـ د سګریټ څښلو د وخت مهال وېش مو بدل کړئ. مثلاً: که دفتر کې وئ او په داسې وخت انګړ ته وتئ، چې همکاران مو سګریټ څښي، نور هغه وخت مه ور وځئ.
ـ که د سګریټ څښلو شوق مو بیخي زیات مجبوروي، لږ ترلږه ۵ دقیقې ځانته وخت واخلئ او درنه وپوښتئ، چې دا کار ولې کوئ، څه ګټه لري؟
ـ په رخصتیو کې په سفر او چکر لاړشئ، سګریټ مه درسره وړئ او په ټوکو، مجلس ځان بوخت کړئ.
ـ د سرطان ناروغۍ شناخته دوستان په یاد راولئ، چې په څه حال شول؟ بیا فکر وکړئ، چې که سګریټو ته دوام ورکوئ، ستاسې انجام به هم هغسې وي.
ـ ځانته جریمه وټاکئ، البته دا کار هغه وخت زیات ښه وي، چې څو ملګري په ګډه سګریټ پریږدي او لوړه وکړي، چې که هر یو سګریټ وڅښه نورو ته به خپله جریمه ورکوي. دا جریمه هم ستاسې د سګریټ څښلو مانع کیږي.
ـ موبایل کې داسې یو پروګرام درته فعاله کړئ، چې د وزګارتیا پر وخت ورسره مصروفیږئ او سګريټ مو له یاده وځي.
ـ د سګریټو د زیات شوق پر وخت لاچي وژوئ.