که سګرېټ څکوئ، نو له ښکلا لاس ومینځئ!

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

ژباړه: مریم شریفي
ټولو ته جوته ده چې سګرېټ څکول تر ټولو بد او خطرناک عادت دی. د سګرټو په دود کې شیمیایي مواد شته چې پر سګرېټ څکوونکي سربېره د هغو کسانو لپاره هم مضر دي چې په شاوخوا کې یې وي. څېړنو ثابته کړې ده چې د سګرېټ څکوونکو عمر تر هغو کسان لس کاله کم وي چې نه یې څکوي.
سګرېټ څنګه پرېږدو؟
که تاسو هم پر سګرېټو روږدي یاست، نو په ځلونو به مو هڅه کړې وي چې سګرېټ څکول پرېږدئ، تاسو ته تر ټولو ښه معلومه شوې ده چې دغه کار څومره سخت دی.
هو! دا تر ټولو سخته ده چې په بدن کې مو د نیکوتینو اړتیا بابېزه وګڼی.
د دې لپاره چې بدن مو نیکوتینو ته اړتیا پیدا نه کړي، خامې سبزۍ، حبوبات، هګۍ او دغه راز د سویا له محصولاتو ګټه واخلئ، دغه څه د دې لامل ګرځي چې سګرېټو ته مو زړه ونه شي.
سګرېټ د روغتیا لپاره مضر دي د پرېښوو لپاره یې باید هڅه وشي، د سګرېټو په پرېښودو سره به مو هغه که په هر ډول وي، نوی ژوند پیل کړی وي، د کورنۍ او خپلو خپلوانو په څنګ کې به له نوي ژوند سره د خوښۍ احساس وکړئ.